شاهین
حضرت داود علیه السلام یو له هغو پیغمبرانو څخه ؤ چې الله تعالی ورته ځانګړې معجزې ورکړې وې، د غه معجزې د هغه د ځواک، حکمت، او الهي پوهې نښه وه، چې یوه مشهوره معجزه یې د وسپنې ويلو کولو توان او قدرت ؤ.
الله تعالی هغه ته داسې یوه ځانګړتیا ورکړې وه چې، په وسيله یې خلکو ته ګټه رسولی شوه.
حضرت داود علیه السلام نه یوازې د نبوت مسئولیت ترسره کاوه، بلکې د اوسپنې د کار په برخه کې یې هم ځانګړي مهارتونه درلودل.
هغه اوسپنې ته په بېلابېلو ډولونو د بڼې ورکولو توان هم درلود.
د هغه د معجزو یوه بله مهمه برخه د کار په بهیر کې له اوسپنې سره د تعامل په اړه وه.
په قرآنکریم کې د حضرت داود علیه السلام په اړه یو ځانګړی آیت دی چې، د هغه د اوسپنې ویلې کولو معجزه په ګوته کوي.
دا آیت په سورہ سبا کې راغلی دی:
ژباړه: او یقینًا موږ داود علیه السلام ته له خپلې خوا لوى فضیلت وركړى ؤ، اى غرونو! او مرغانو، له ده سره تسبیح راوګرځوئ او موږ د ده لپاره اوسپنه نرمه كړې وه.
داود علیه السلام د اوسپنې د ویلې کولو معجـزه لـرله او الله(ج) د نوموړي دا معجزه نورو وګړو ته بېلګه ګرځولې ده.
که تېرو وختونو ته ځير شو اوسپنه، مس، پطرول او نور توکي د ځمکې لاندې موجود ؤ، خو انسانانو یې د کارونې وړتیا نه درلودله.
الله(ج) خپل پیغمبران د نورو بنده ګانو د لارښوونې لپاره را استولي دي، ترڅو د خپلو معجزو په رڼا کې نورو ته لارښوونه وکړي او وګړي هم همدا معجزې ځانته بېلګې و ګرځوي او په اړه یې فکر وکړي.
لکه چې نوح(ع) د بیړۍ جوړول، ادریس(ع) د جامو جوړول، آدم(ع) په ټولو څیزونو د نومونو اېښودل او سلېمان(ع) ته د ویلې شویو مسو سیند ورکړل شوی دی.
اوس په زرګونو کلونو وروسته فکر کوو چې، اوسپنه، مس او ورته نور توکي موجود ؤ، خوپه ویلې کولو او بڼه ورکولو یې څوک نه پوهېدل، له همدې امله یې له سفالي(خټینو) لوښو څخه ګټه اخیستله.
هغه وخت داود علیه السلام راځي او په خپلو مبارکو لاسونو کې یې اوسپنه د اوړو په څېر کړه او یوه بله بڼه یې ورکړه، په اصل کې د داود علیه اسلام په وسیله د اوسپنې ویلې کول یوه معجزه وه؛ خو نورو خلکو ته یوه نمونه هم وه.
د داود علیه السلام د ژوند تګلاره
داود علیه السلام یو عادل واکمن ؤ او خپل عملونه به یې داسې تر څارنې لاندې نیول، چې کله کله به یې خپله څیره هم بدلوله او د خلکو په منځ کې به یې تګ راتګ کاوه، د هغوی خبرې به یې اوریدلې، څوک به چې د ده له ارادې څخه ناخوښ ول، د هغوی له حال څخه به یې ځان خبراوه او هغوی ته به یې قناعت ور کاوه.
یوه ورځ له یو چا سره مخ شو، چې په اصل کې دا یوه ملایکه وه او د الله(ج) په امر د انسان په جامه کې راغلې وه، خو الله(ج) داود علیه السلام ته ددې په اړه هیڅ نه ؤ ویلي، داود علیه السلام په ملایکې باندې د یو ښاري ګومان وکړ او له هغه څخه یې وپوښتل: داود څنګه انسان دی؟ ملایکې ځواب ورکړ: ښه انسان دی؛ خو یو خراب عادت هم لري.
داود علیه السلام په اندېښنه کې شو او ویې پوښتل: هغه کوم عادت دی؟ ملایکې ځواب ورکـړ: د خپلـو اولادونو او کورنۍ لګښت د دولت له خزانې څخه اخلي، د دې پر ځای یې که چېرې ځان او یا هغوی ته یو کسب ور زده کړی ؤ، دا به یې ډیر لوی کار ترسره کړی ؤ.
داود علیه السلام چې څنګه کور ته ورسېد خپل لاسونه یې دعا ته لپه کړل او له الله(ج) څخه یې د حلالې روزي ګټلو غوښتنه وکړه او ویې ویل: اې لویه خدایه! له ماسره مرسته وکړه.
الله(ج) خپل رسول ته آهنګري ور وښودله او هغه ته یې یوه معجزه ورکړه، چې بې له کومې وسیلې په خپلو لاسونو اوسپنه نرمه کړي. بالاخره داود علیه السلام به اوسپنه نرموله او هغې ته به یې بله بڼه ورکوله او خرڅوله به یې او له همدې لارې به یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
له مسو څخه د ګټې اخیستلو څرنګوالی سلیمان(ع) ته ورښودل شوی ؤ او دې ټولو کسبونو په اړه په قرآن کریم کې راغلي دي.
له دې څخه اصلي موخه یوازی نورو انسانانو ته لارښوونه ده او دوی ته یې دا وښودل چې، که دوی وکولای شي په دې برخه کې نور نوي وسایل جوړ کړي او په تخنیک کې ورڅخه ګټه واخلي.
اوس اړتیا ده چې، موږ باید د اوسپنې او مسو د ویلې کولو په قدر او ارزښت پوه شو، که چېرې دا کار تـرسره شوی نـه ؤ، نو ننني انسانان به اوسني پرمختللي تمدن ته نه ؤ رسېدلي، ننني صنایعو به شتون نه درلود؛ ځکه چې په ډیری وسایلو کې اوسپنه او مس کاریدلي دی او کاریږي.
عالمانو هم د داود علیه السلام ددغې معجزی په رڼا کې موندنې کړي، له مسو او اوسپنې څخه یې بیلابیل شیان جوړ کړي دي، هغه وسایل چې اصل یې فلز دی، په حرکت یې راوستل، هوا ته یې پورته کړل او په لویو لویو سیندونو کې یې هم په حرکت راوستل.
ننـنی تخنیک د الله(ج) د هغـو قدرتونو په پایله کې منځ ته راغلی دی چې، موږ ته یې د خپلو پیغمبرانو په وسیله را ښودلی دی او اومه (خام) توکي یې په طبیعت کې پیدا کړي دي؛ یعنې زیرمې یې په طبیعت کې ځای پر ځای شوې دي.
که موږ لږ فکر وکړو، کېدای شي له ننني پرمختګ څخه نور هم پرمخ لاړ شو، ځکه اسلام مبارک دین د علم او پوهې دین دی، کوم پرمختګونه او تخنیکونه چې نن په نړۍ کې لیدل او یا کشف کېږي، هغه الله تعالی(ج) د خپلو استازو په واسطه باندې خپلو بندګانو ته ښودلي دي.