محمد امین
د تاریخ په اوږدو کې له اسلام سره د غربیانو دښمني، کرکه او نفرت هغه څه دي چې د دې شیطان پلوه وګړو په زړونو کې ځای نیولی، پدې کچه چې دوی یې د لیونتوب تر حده رسولي دي.
د دوی د دغې کینې او دښمنۍ بېلګې به د دې لیکنې په اوږدو کې د دوی د مشرانو له ویناوو څخه وپېژندل شي، چې لویه موخه یې د مسلمانانو او اسلامي افکارو کمزورتیار او له منځه وړل دي.
يو پوځي يې د طرابلس ښار په نيولو کې په ډير لوړ غږ سره نعرې وهلې او ويل يې:
اي ولسه... ته مه ژاړه، بلکې وخانده او دا هیله پيدا کړه چې زه طرابلس ته خوښ او خوشحال روان يم، زه به مې خپله وينه د ملعون ملت په لاره کې تویوم او د اسلام له دين سره جنګيږم، په پوره قوت او پیاوړتیا سره به د قرآن له منځه وړلو لپاره مبارزه کوم.
(العياذ بالله) دا د هغوي له اسلام سره د کينې او حسد يوه بېلګه ده.
دلته به له مسلمانانو او اسلامي نړۍ سره د غربيانو د دښمنۍ یو څو نورې بېلګې هم دروړاندې کرو:
لورنس براون وايي:
موږ به خپلو مشرانو له بېلابېلو ولسونو وېرولو،لکه يهودي ګواښ، جاپاني ګواښ او داسې نورو ګواښونو څخه، خو موږ ته څرګنده شوه چې هغوی موږ ته ګواښ نه، بلکې زموږ دوستان ؤ.
او دا راته وبرېښېده چې موږ ته اصلي ګواښ اسلام دی، چې دا يو پرمخ تلونکی او ژوندی دين دی.
او غلادستون وايي:
ترڅو چې دا قرآن د مسلمانانو په لاس کې شتون ولري، نو اروپا هيڅکله په شرق تسلط نشي پيداکولای، او نه به په خپله اروپا امن ومومي.
غاردنر مستشرق وايي:
هغه قوت او ځواک چې په اسلام کې نغښتی دی، هغه ټوله اروپا په ويره کې اچولې ده.
هانوتو د فرانسې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي:
د ځمکې پر مخ داسې ځای نشته چې اسلام یې له پولو تېر او هلته خپور شوی نه وي، هغه (اسلام) يوازينی دين دی چې، خلک ورته په کلکه غاړه ږدي .
البر مشادور وايي:
څوک خبر دي،؟! کېدای شي بيا هغه ورځ راشي چي لويديځه نړۍ يو ځل بيا د مسلمانانو له تهديد لاندې راولي، په مناسب وخت کې به له اسمانه ورته راښکته کيږي او ورسره جنګيږي به.
هغه دوام ورکړ: زه وړاندوینه کوونکی نه یم، خو ډیری نښې شته چې دا امکانات په ګوته کوي ...بيا به اتوم او توغندي د دې بهیر مخه ونشي نيولای.
مسلمان له خوبه راویښ شوی او چیغې وهي «زه دلته یم، مړ نه یم او له دې نه وروسته به د لویو پلازمینو او د هغوی د استخباراتي کړیو تر کنټرول لاندې را نه شم».
اشعيابومان په يوه مقاله کې چې په تبشيري مجله کې خپره شوې وه، وايي:
باید په لویدیځه نړۍ د اسلام د واکمنېدو وېره وي، دا وېره ځينې لاملونه لري چې، د هغو له جملې څخه په مکه کې د اسلام له رامنځته کېدو وروسته، اسلام په عددي لحاظ نه دی کمزوری شوی، بلکې ورځ تر بلې يې وګړي زيات شوي.
د وېرې يو لامل يې دا دی چې، جهاد د دين له ارکانو څخه شمېرل کېږي.
انطوني ناتنج په خپل کتاب (العرب) کې وايي:
کله چې محمد صلی الله عليه وسلم خپل ملګري د اوومې پيړۍ په سر کې راغونډ او د اسلام خپرېدلو لومړي ګامونه يې پورته کړل، نو دې ته په کتو سره په غربي نړۍ باندې لازم دي، چې اسلام يوه جدي موضوع وګڼي او د کلک او تل پاتې قوت په توګه يې وپېژني.
سالازار په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل:
کېدای شي اسلام زموږ په تمدن باندې حقيقي ګواښ جوړ شي،ځکه مسلمانان هغه څه کولای شي چې، د نړۍ نظام ته بدلون ورکړي.
خو کله چې يو ژورنالیست ترې پوښتنه وکړه، چې مسلمانان خو په خپلو اختلافونو او کشمکش کې لګيا دي، څنګه کولای شي؟ هغه ځواب ورکړ: ويره لرم چې کوم يو به له دوی څخه راپاڅي او خپل اختلافونه به موږ ته متوجه کړي.
په ۱۹۵۲ ميلادي کال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت مسئول ويلي ؤ:
زما په اند کمونيستي نظام اروپا ته دومره ګواښ ندی، لکه د اسلام دين چې زموږ لپاره ستر ګواښ دی، ځکه مسلمانان زموږ له غربي نړۍ څخه يوه مکمله او خپلواکه نړۍ ده، دوی خپل معنوي میراث لري، دوی د یو مستند تاریخي تمدن څخه خوند اخلي، دوی مستحق دي او کولای شی چې د نوې نړۍ قوانین رامنځته کړي، پرته له دې چې په غربي تمدن کې خپل کلتوري او معنوي شخصیت له لاسه ورکړي.
که په پراخه کچه د صنعتي تولید وسایل د دوی لپاره رامنځته شول، دوی به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل قیمتي کلتوري میراثونه لاسته راوړي او د ځمکې په ګوټ ګوټ کې به يې خپاره کړي، د لویدیځ تمدن بنسټونه به له مینځه یوسي او خپل پیغام به د تاریخ موزیمونو ته ور وغورځوي.
مورو بيرجر په خپل کتاب (العالم العربي المعاصر) کې وايي:
له عربي نړۍ نه وېره کول او په هغوی باندې اهتمام کول په دې معنا نده چې هغوی زیات پطرول لري، بلکې د اسلام په سر باندې ده، د عربو د یووالي د مخنیوي لپاره بايد له اسلام سره مبارزه وشي،ځکه له دې سره عرب هم پياوړي کيږي، او د عربو پياوړتيا د اسلام له خپرېدو، د اسلام له عزت او پیاوړتیا سره تړاو لري.
اسلام موږ په ويره کې اچولي يو، کله چې موږ ګورو ډېر په آسانۍ سره په افريقا کې خپريږي.
هانوتو د فرانسې د بهرنیو چارو وزير وايي:
د اسلام پر ملت او د هغه د مظلومیت پر وړاندې زموږ له بریا سره سره بیا هم د هغو مظلومانو له پاڅون څخه ګواښ شته او له هغو مصیبتونو ستړي شوي ندي چې، موږ ورته رسولي دي، ځکه د دوی هوډ لا نه دی مات شوی.
د الجزائر له خپلواکۍ نه وروسته يو مستشرق په مادريد کې د (ولې موږ په الجزائر کې د پاتې کېدو هڅې کوو؟) تر عنوان لاندې محاضره وړاندې کړه:
دغې پوښتنې ته يې په تفصيل سره ځواب ورکړ، چې لنډيز يې دا دی:
موږ د الجزایر د شرابو، دښتو او د زیتونو لپاره نیم میلیون سرتېري نه دي قرباني کړي.
موږ ځانونه د اروپا دیوال ګڼو چې د مدیترانې په اوږدو کې د الجزایریانو او د هغوی د مسلمانانو ورونو له خوا د ممکنه اسلامي پرمختګ په وړاندې ودريږو، هسې نه چې ترلاسه وتلی اندلس بيا ترلاسه کړي، او موږ ته بيا ځانونه د فرانسې په زړه کې ځای پرځای کړي، او کمزورې اروپا له منځه يوسي،دوی به هغه څه ترسره کړي، چې د امویانو په وخت کې یې د مدیترانې په یوه خالص اسلامي جهيل بدلولو هوډ کړی ؤ، له دې امله موږ په الجزاېر کې جنګېدو.
کله چې اسلامي حکامو غرب ته غاړه کېښوده، ذلت يې ومانه غربيان ورباندې برلاسي شول، نو بيا يې لښکرو څه وکړل؟ د ټول امت وينه تويول يې مباح وګڼل، جوماتونه يې وران کړل، او يا يې په کلیساګانو باندې بدل کړل، د مسلمانانو کتابتونونه يې وسېځل، او د ولسونو له سېځولو څخه يې هم ډډه ونکړه.
په اندلس کې:
داکتره سيجريد هونکه وايي:
د ۱۴۹۲ ميلادي کال د جنوري په دويمه نېټه کاردينال د حمراء ماڼۍ باندې صليب پورته کړ، نو په اسپانيا باندې د مسلمانانو د واکمنۍ پای ؤ، چې په منځنيو پيړيو کې مسلمانانو په هغوی حکومت کړی ؤ، په لومړيو کې عيسويانو له مسلمانانو سره د کم وخت لپاره يو لړ پرېکړې وکړې، بيا يې د مسلمانانو تمدن او فرهنګ له منځه يووړ.
اسلام يې په مسلمانانو باندې حرام وګرځاوه او د اسلام پرېښودل يې ورباندې فرض وګڼل، عربي ژبه او عربي نومونه يې هم ورباندې حرام کړل، آن د عربو او مسلمانانو په شان جامې اغوستل يې هم ورباندې منع کړې، او که چا به د دې مخالفت وکړ له سختو ربړولو څخه وروسته به ژوندی سوځول کېده.
په اندلس کې د ميلیونونو مسلمانانو دا حال ؤ، په ټوله اسپانيا کې هيڅ کوم مسلمان خپل دين نشو ښودلی.
غربيان په دې نظر دي چې، صليبي جګړي يې له مسلمانانو سره لا تر اوسه پورې دوام لري.
امريکايي سياست له موږ سره داسې چلند کوي!
ايوجین روستو د امريکې د بهرنیو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس وايي:
بايد موږ له عربو سره خپل اختلافات داسې درک نکړو لکه له نورو ولسونو سره، بلکې دا اختلافات د اسلامي تمدن او مسيحي تمدن تر عنوان لاندې وپېژنو.
دغربيانوله خبرو څخه څرګنديږي چې، دوی له اسلام سره د لاندې برخو له مخې په ټکر کې دي:
1- دوی اسلام د ښکيلاک په وړاندې يوازينی ديوال ګڼي.
2- دوی اسـلام د کمونيستي نفوذ خپرېدو په وړاندې ديوال ګڼي.
3- دوی اسلام د عیسویت د خپریدو د مخنيوي لامل په توګه پېژني.
4- دوی اسـلام د صهیونیزم او اسرائیلو د ثبات لپاره یوازینی ګواښ بولي.
5- دوی اسلام د خپلو خواهشاتو په وړاندې يوازې خنډ نه بولي، بلکې دوی وايي چې اسلام د هغوی په ملک کې ستر ګواښ دی.
دوی د اسلام او اسلامي افکارو ړنګول غواړي، دوی له دې پرته بله کومه لاړ نه ویني.
صليبي جګړي د قدس د ساتلو لپاره نه وي، بلکې د اسلام ختمولو لپاره وي.
فيليب فونداسي وايي:
فرانسې ته ډېره اړينه ده چې له اسلام سره مبارزه وکړي او دښمني ورسره غوره کړي، او يا لږ تر لږه د اسلام خپرېدل دې بند کړي.
يو فرانسوي مستشرق په خپل کتاب (باثولوجيا الاسلام) کې وايي: د محمد دين د خلکو په منځ کې خپريږي، بايد پنځمه برخه مسلمانان ووژل شي او پاتي نور یې په سختو کارونو وګمارل شي، کعبه ړنګه شي، او د محمد(ص) قبر او جسد په موزيم کې کېښودل شي. (العياذ بالله).
دغو د اسلام دښمنانو دا هڅې کړې هم دي او کوي يي نو بايد مسلمانان څه وکړي؟
دا وې دغرب د ليډرانو د ارمانونو څو بېلګې، تاسو سوچ او فکر وکړئ چې زموږ پاک اسلام ولې د هغوی په ذهنونو کې دومره ګواښ جوړ شوی، او موږ مسلمانان دخپل حق دين نه ولې دومره نا خبره يو، او ددغه الهي نعمت (اسلام) شکرانې ولې نه ادا کوو؟
د دوی په اند د مسلمانانو د پیاوړتیا اصلي لامل، د اسلام يوازينی دين دی چې په دوی باندې تسلط لري او ورځينې وېريږي.
نو ای د اسلامي نړۍ حاکمانو ستاسو به د هغوی په وړاندې څه دريځ وي، ولې شاته کيږئ، د خپل دين او عزت لپاره څه کول په کار دي؟ د اسلام ملاتړ وکړئ، الله تعالی او ټول ولس به له تاسو خوښ او رضا شي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم له موږ سره ژمنه کړې ده چې، اسلام به خپريږي او بې له کوم شک څخه به په ځمکه کې عام کيږي، الله تعالی په هرڅه واکمن او غالب دی؛ خو اکثر خلک نه پوهيږي.