د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ابویاسر پشتون

14340.jpg (5000 × 2200)

هغه څلور  وعدې چې په قرآنکریم کې الله تعالی له خپلو بنده ګانو سره کړي دي

پر ځمکه او آسمان او پدې کې د شته ټولو کائناتو پر سر د حاکم او لا مثاله واکمن د خیر او شر واکدار لوی رب(ج) له خپلو بنده ګانو سره په قرآنکریم کې څلور لویې وعدې کړي دي، هغه وعدې چې که یو انسان وغواړې د الله تعالی له دغو انعاماتو څخه برخمن شي نو اړینه ده چې عمل پرې وکړي، یوازې یې له همهاغه ستر ذات څخه غوښتنه وکړي، د نورو بنده ګانو څخه خپله طمع پرې کړي. پدې باید کلکه عقیده ولري چې. د الله تعالی له لوري کړې وعده حقیقت ده او هیڅکله دروغ نشي کېدای.

پدې موږ او تاسو ټول خبر یوو چې د الله رب العزت لخوا د راکړل شویو  وعدو تر خوا یوه وعده موږ هم له هغه جل جلاله سره کړې، هغه چې د سورة اعراف په ۱۷۲م  نمبر ایة کې الله تعالی فرمایلي دي:

ژباړه: او كله چې ستا رب(ج) د آدم له اولادې څخه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل،او  ورته ويې ویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! موږ د دې ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و نه وایئ چې بېشكه موږ له دې نه غافله وو.

راځئ فکر وکړو چې زموږ انسانانو له جملې څخه څومره په خپله وعده ولاړ یوو ، په کومه اندازه مو خپل رب(ج) په رښتینې معنی پیژندلی دی، څومره مو یوازې او یوازې په همهاغه ذات چې، موږ د بنې آدم اولادې ورسره وعده کړې تکیه کړې او موږ اوس هم د هغه ستر ذات پر ځای د بنده در ته سترګې ندي نیولي؟ آیا موږ اوس یوازې په نوم مسلمانان نه یوو پاتې؟ په هر حال لوی رب(ج)دې موږ په خپله کړې وعده ثابت وګرځوي. د الله(ج) وعده له خپلو بنده ګانو سره رښتینې او پوره کېدونکې ده، د هغه وعده د بنده ګانو په څېر نده خو دا په هغه صورت کې چې موږ په واقعي معنا ځانونه د هغه بنده ګان او مسلمانان جوړ کړو، اوس راځو خپلې اصلې موضوع ته، هغه کومې وعدې دي چې الله(ج) له خپلو بنده ګانو سره کړي دي؟

۱- الله(ج) په خپل سپیڅلي کتاب قرآن عظیم الشان د بقرې سوره په ۱۵۲م نمبر آیة کې داسې فرمایلي دي:

ژباړه: تاسې ما ياد کړئ، زه به تاسې ياد کړم او  زما شكر اداء كړئ زما د نعمت ناشكري مه كوئ!

لوی رب(ج) فرمایي: کله چې زموږ له لوري په تاسې مکرراً د نعمت اتمام شوى دى، نو اوس پر تاسې هم لازم دي چې ما په ژبه، زړه، ذکر، فکر اوهر ډول سره ياد کړئ او حکم مې ومنئ! چې موږ به هم تاسې يادوو، او نوي نوي رحمتونه اوعنايتونه پرتاسې کوو، او  زما د نعمتونو شکريه په ښه شان سره ادا کړئ او  زما له ناشکري او معصيت څخه ځانونه وژغورئ!

په جنت کې د بې شمېره انعاماتو سره سره به جنتیان په هغه وخت ډیر افسوس کوي چې، د الله تعالی له ذکر څخه غیر تېر شوی وي، پدې اړه په یو حدیث شریف کې راغلي دي:

ژباړه: د حضرت معاذ بن جبل(رض) څخه روايت دى چې، رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل: جنتيان به جنت ته تر تلو  وروسته د دنيا په هيڅ شي باندې افسوس نه کوي، يوازې د هغه ساعت څخه پرته چې هغه د الله جل جلاله بې ذکره يې  تير کړی وي.

دویمه وعده چې الله(ج) له خپلو بنده ګانو سره کړې ده:

۲- د قرآنکریم د سورة ابراهیم په ۷م نمبر آیة کې الله تعالی فرمایي:

ژباړه: او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې، قسم دى كه تاسو شكر وباسئ نو زه به هرومرو تاسو ته(په نعمتونو كې) اضافه والی وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى!

له دغه پورته ذکر شوي آیة څخه جوتیږي چې، د رزق ډیرښت او اضافه والی تر شکر پورې تړلي دي، یعنې که چیرې یو انسان د الله تعالی له لوري په ورکړل شویو نعمتونو شکر اداء کړي، نو هرومرو  به یې په رزق کې زیاتوالی راځي، ځکه پدې اړه د الله تعالی وعده رښتینې ده چې هیڅ شک نه مني.

۳- دریمه وعده چې په قرآنکریم کې الله(ج) له خپلو بنده ګانو سره کړې ده، هغه د سورة مومن (الغافر) په ۶۰م  نمبر آیة کې یې ذکر راغلی، لوی رب(ج) فرمایي:

ژباړه: له ما څخه وغواړئ، زه به ستـاسې دعاوې(غوښتنې) قبولې کړم! دغه راز بل ځای د سوره البقره په۱۸۶م نمبر آیة کې فرمایي: ژباړه: زه نږدې یم؛ زه د دعاء کوونکي دعاء قبلوم کله چې ما وبولي.

خو دا ټول هغه وخت کېدای شي چې، موږ په رښتینې ډول ځانونه د الله(ج) بنده ګان وبولو ،عاجزي غوره کړو، عبادات مو د ځان ښودنې او ریاء لپاره نه وي، ځکه چې پدې اړه الله متعال په قرآنکریم کې د الاعراف سورة په ۵۵م نمبر آیة کې فرمایي:

ژباړه: خپل رب وبولئ په عاجزۍ او پټه توګه.

له پورته څرګندونو څخه ښکاري چې، که مو غوښتنې او لاس غځول د بنده پرځای له الله(ج) څخه وي او  عبادات مو د ریأ په نیت نه وي، نو لیرې نده چې زموږ دعاوې قبولې شي، ځکه د الله تعالی هره وعده رښتینې او پوره کېدونکې ده.

۴- څلورمه وعده چې په قرآنکریم کې الله متعال له خپلو بنده ګانو سره کړې، د سورة الانفال په ۲۳م نمبر آیة کې الله(ج) فرمایي:

ژباړه: او الله پاک دوی ته په داسې حال کې عذاب ورکونکی نه دی چې دوی بښنه غواړي..!!

پدې ځای کې یوه ستره هیله چې، د الله تعالی بنده ګانو ته په لاس ورځي هغه دا ده، که چیرې دوی د خپلو هغه ګناهونو بښنه له الله تعالی څخه وغواړي کوم چې دوی یې مرتکب شوي دي، نو الله تعالی به یې حتمي او ضروري قبلوي .پدې کې شک نشته چې له یوه مسلمان څخه به ګناه ترسره کیږي پداسې حال کې چې د دې برخې یو پیاوړی متحرک کوونکي (شیطان) او د هغه علیه لعنت وسوسې هم ورپسې وي، په داسې حال کې چې انسان یې پر وړاندې کمزوری او ناتوان هم دی، لوی رب(ج) د سورة النساء په ۲۸م نمبر آیة کې فرمایي:

ژباړه: الله(ج) غواړي(له وینځو سره د واده د احکامو او ددې په څیر)چارې درباندې سپکې او آسانه کړي او انسان خو کمزوری پیدا شوی او د غریزو د توپان په وړاندې یې مقاومت لږ دی.

اوس دا څرګنده شوه چې، انسان کمزوری دی او د نفسي خواهشاتو او یا د شیطان د وسوسو ښکار ګرځي، پدې معنی چې ګناه ترې تر سره کیږي نو د بیا ځلی تکرار د مخنیوي او پښیمانتیا د ښودلو په نیت باید له خپل پالونکي رب څخه بښنه وغواړي، لیرې نده چې الله متعال به یې دعاء قبوله کړي او په راتلونکي کې به یې ددغه ډول ګناه له ارتکاب څخه وژغوري.

له پورته ټولو څرګندونو څخه دا پایله لاسته راځي چې، که چیرې مسلمانان (د الله تعالی رښتینې بنده ګان) په حقیقي معنی ځان د اسلامي شریعت د اصولو تابع او د رسول الله مبارک پیرو وګرځوي، خپله طمع یوازې او یوازې تر الله تعالی پورې خاص کړي او خپله دوستي او دښمني د الله تعالی لپاره وبولي، نو هیڅکه به له ستونزو سره مخ نه شي، د ابدي دنیا سر بېره به یې د دې دنیا نېکمرغي هم په برخه وي.

په همدې هیله.