عزیزی
الله(ج) انسانان داسې پیدا کړي دي چې، په فطري ډول له مال او شتمنۍ سره مینه او علاقه لري، خو اسلام بیا په دې هم ټینګار کوي چې، مال او ملکیت باید له حلالې لارې لاسته راشي اوپه روا لارو ولګول شي.
اسلام د یو بشپړ دین په توګه د خلکو او ټولنې په ګټه اقتصاد ته هم اشاره کړې ده، اسلام ځان ته اقتصادي سېستم لري، چې په دې سېستم کې انسان ته د فردي يا شخصي ملکيت اجازه ورکړل شوې، خو په مطلق ډول نه، په منظمه بڼه، داسې چې د ټولنې د ټولو افرادو په خير تمام شي.
اسلامي اقتصاد د هغو لارښوونو ټولګه ده چې، د اقتصادي پرمختګ له پاره له قرآن او سنت څخه استنباط شوې دي. اسلامي اقتصاد د خپلو روحي او اخلاقي لارښوونو سره سره په انسان په ځانګړي توګه پانګه والو باندې داسې محدودیتونه او وجايب ايښي چې پلي کولو کې به يې د فرد او ټولنې دواړو خير او اقتصادي پرمختګ وي، نه داسې چې يوازې فرد ته پاملرنه وشي او ټولنه هېره شي او يا د دې عکس، بلکې يو متوازن او عادل اقتصادي نظام دى.
اسلام مال ته د انساني اړتیا په سترګه ګوري، له همدې کبله اسلام له مشروع لارې د تر لاسه شوي مال د فردي ملکيت آزادۍ اجازه ورکړې، خو په يوه چوکاټ کې.
مسلمان بايد په مال ناروا سوداګري ونه کړي او د خپل مال زکات ورکړي، که چېرې بل مسلمان بېوزله ؤ، بايد مالداره مسلمان ورسره مرسته وکړي، نه دا چې ځان سره يې وساتي، که يې داسې وکړل، دا يې د تباهۍ لار غوره کړې. اسلام انسان ته لارښوونه کوي چې له مال سره مينه ونه کړي، بلکې د يوې وسيلې په سترګه ورته وګوري.
خو که چېرې له مال سره د اسلام د لارښوونو په چوکاټ کې تعامل ونه شو، هغه مال بيا انسان ته عذاب دى نه نعمت.
الله تعالى(ج) د توبې سورت په ٣٤ م آيت کې فرمايي: ژباړه: (هغه کسان چې سره او سپين زر ساتي او د خداى په لار کې يې نه مصرفوي، نو د دردناک عذاب زېرى ورکړه).
په قرآن کې ډېر داسې آیتونه موندلای شو چې، د ملکیت نسبت فرد ته کوي او دا یوه اساسي اړتیا ګڼي.
الله(ج) د البقره سورت په ۱۸۸م آیت کې فرمايي:ژباړه: ( او تاسې خپل مالونه په خپل منځ کې په باطل سره مه خورئ!).
او همدارنګه اسلام عامه ملکیت هم ثابت ګرځولی. نبي(ص) د نقیع ځمکه د آسونو او اوښانو څړ ځای ته ځانګړې کړې وه چې دا د عامه ملکیت یوه غوره بیلګه ده.
په اسلامي اقتصاد کې دوه ګونی ملکیت د یادوني وړ دی، ځکه د همدي ملکیت له مخې د اسلام په اقتصادي نظام کې خلک د ورځني ژوند لپاره عاید او ګټه په لاس راوړي، نو اسلامي اقتصادي نظام ملکیتونه په دوه برخو (خاص اوعام) ویشي چې په مټ یې موږ کولای شو د خپلې ګټې تفکیک وکړو.
۱- عامه ملکیت: عامه ملکیت له هغه ملکیت څخه عبارت دی، چي ګټه یې د اسلامي دولت ټولو اوسیدونکو پورېي اړه لري ، دا فرق نلري که هغه مسلمان وي او یا غیر مسلمان.
له عامه ملکیت څخه عام افراد ټول ګټه اخلي او ددې ملکیت ساتنه او څارنه د دولت د مسئولینو او ټولو خلکو مسئولیت ګڼل کیږي.
په اسلام کې د عامه ملکیت د ګټې اخیستنې لپاره دولت ته لازمه بلل شوې ده چې عامه ملکیت په عامه شرعي معتبرو مصلحتونو کي په کار واچوي.
نو عامه ملکیت هغه ملکیت دی چی، ټول ولس په کې شریک وي او ورڅخه د ګټې اخیستنې حق لري او دا په کوم واحد شخص پوري اړه نلري او نه هم ور څخه یوازې یو کس او ډله ګټه اخسیتلای شي لکه: جومات، لار، تفریحي ځایونه، پلونه او نور…
۲- خاص ملکیت: اسلام د انسان د فطري غریزي مطابق هغه ته د یو شي د لاسته راوړلو حق ورکړی دی، چی دې ته خاص ملکیت ویل کیږي. یا په بل عبارت، خاص ملکیت په یوه شخص پورې د یو شي ځانګړتیا ده چې په شرعي توګه ورڅخه له خڼد پرته ګټه اخلي.
د اسلام مبارک دین د شخص لپاره فردي ملکیت ثابت ګرځولی دی، ترڅو ددي ملکیت په مټ خپل د ژوند چارې سمبال کړي او یو د بل له زور زیاتي او تېري څخه وژغورل شي او بله خوا به د فقر او بیوزلی ټغر هم ټول شي.
ددي لپاره چي ملکیت لاسته راشي، نو اسلام یو لړ شرطونه ورته ایښي دي، چې ددغو شرطونو په وسیله د اسلامي ملکیت توپیر د سرمایه داري او سوسیالستي سیسټمونو سره ښه څرګندېږي.
۱- دملکیت لاسته راوړل به د جسماني معنوي او فکري هلوځلو او خواریو په پایله کې لاسته راغلي وي لکه: میراث، کسب او نور…
۲- ګټه به د تاوان ملګرې وي لکه: سوداګري، صنعت، کرنه او نور…
په اسلامي ملکیت کې چې هر څه د شخص لاسته ورځي د لاندې اصولو په رڼا کې به وي:
۱- د شخص د هلوځلو په رڼا کې به په لاس راغلي وي لکه: سوداګري، صنعت، کرنه او نور
۲- د شرعي احکامو له مخې به په لاس راغلي وي لکه: میراث، نفقه او نور…
۳- د ارادې څخه پرته به تر لاسه شوي وي لکه: وصیت، هبه او نور…
په پایله کې ویلای شو چې، اسلام انسانانو ته د فردي او ټولنیز ملکیت اجازه ورکړې ده خو شرط دا دی چې، ملکیت باید د دنیوي اړتیاوو لپاره په سمه او روا لار مصرف شي او په همدې توګه ملکیت باید له شرعي لارو څخه ترلاسه شوی وي.
له بله خوا له ټولنیز ملکیت څخه سمه ګټه اخیستنه هم له اسلامي ارشاداتو څخه شمېرل کېږي او یوه مسلمان ته په کار ده چې، له عامه ملکیت څخه په داسې توګه ساتنه وکړي لکه څنګه چې، د خپل فردي ملکیت ساتنه کوي.