د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وخت ضایع کول مو د ژوند له لاسه ورکول وبولئ

شاهین

14342.jpg (5000 × 2200)

د وخت ضایع  کېدل او د ژوند له لاسه ورکولو سره یې پرتله کول، یو لوی حقیقت دی، که چېرې په دې اړه  ژور تحلیل وکړل شي نو دې حقیقت ته رسیږو چې، هر هغه څه چې د هغې لپاره وخت او شمیره وټاکل شي نو هغه هرومرو ختمېدونکی دی،لکه د یو انسان د ژوند لپاره چې نیټه ټاکل شوې او دا نیټه په حتمي ډول پوره کیدونکې ده.

هره شیبه چې موږ یې د بې ارزښته کارونو د ترسره کولو لپاره مصرفوو، دا په رښتیا د خپل وخت ضایع کول دي او د وخت ځایه کول د خپل ژوند له لاسه ورکول وبوله! که موږ یو ساعت یا ورځ ضایع کوو دا پدې معنی نده چې موږ یوازې خپل یو اندازه وخت له لاسه ورکړ، بلکې دا هغه مهم او با ارزښته جوهر دی چې موږ یې په بې پروایۍ سره د خپلو ارمانونو، اهدافو او د یوې غوره راتلونکي د ترلاسه کولو فرصت له لاسه ورکوو.

د وخت ضایع کېدل او د ژوند له لاسه ورکولو سره یې پرتله کول، داخلې ځان وژنه ده، ځکه چې دلته انسان خپل ژوند ته کماحقه اهمیت نه ورکوي.

هره دقیقه چې تیریږي یو فرصت دی چې، یا خو باید تاسو خپل ژوند ته لارښوونه وکړئ او یا باید تاسو د خپلو اموخو او خوبونو ترلاسه کولو لپاره حرکت وکړئ، که تاسو دغه وخت ضایع کړئ نو تاسو خپل ژوند ته هیڅ ګټه و نه رسوله او په حقیقت  موکې خپله روحیه او د ژوند هڅه زیانمنه کړه.

اسلامي علماء باور لري او وایي چې، « الوقت هو الحیاة» یعنې وخت ژوند دی، نو که چېرې وخت په بې معنا او بې ګټو کارونو ضایع کړو، نو دا داسې معنا لري، لکه د انسان ژوند چې ضایع کېږي، بې کاره کښېناستل او وخت ضایع کول د ځان یعنې د خپل ژوند ضایع کول دي. 

حقیقت دا دی چې، وخت ضایع کول یو ډول ځان وژنه ده، توپیر دادی چې ځان وژنه انسان د تل لپاره له ژوند کولو څخه بې برخې کوي او د وخت ضایع کول تر یوه محدود وخت پورې له ژوندي انسان څخه مړی جوړوي. که چېرې انسان هغه شېبې، دقیقې، ساعتونه او ورځې چې، په غفلت او بې کاري سره یې تیرې کړي، حساب کړي، نو د هغو شمېر به څو میاشتو ته نه، بلکې څو کلونو ته ورسېږي.

که چاته وویل شي چې، ستا له عمر څخه لس کاله کم شو، نو هغه به ډېر سخت خفه شي.

خو همدغه انسان په خپله بې کارې ناستې سره خپل عمر بربادوي،خو د خپل عمر په داسې له منځه تلو باندې بیا هیڅ نه خفه کېږي.

په داسې حال کې چې پوهان د وخت دا شان ضایع کېدل تر مړینې لا سخت ګڼي.

که چېرې دې ته پاملرنه وکړو نو راته څرګنده به شي چې، نوي۹۰ سلنه خلک په دې نه پوهېږي چې د خپل عمر ډېری برخه چېرې او څنګه تېروي او هغه کسان چې خپل لاسونه یې په جېبونو کې اچولي وي او په کوڅو کې ګرځي، ډېر ژر به خپل دغه لاسونه د بل په جېب هم ننباسي. که تاسې خوښ یاست یا غمجن، له تکلیف او درد څخه د ژغورنې یوازني لار، خپل وخت بې ځایه نه تیرول دي.

د ژوند هره شېبه د وخت څخه جوړه ده او د وخت هره شېبه بې ځایه تېرول د ژوند له منځه وړل دي.

په دې اړه حسن بصري رحمه الله فرمایلي دي:

اې خلکو! ستاسې عمرونه له سا اخیستلو (ثانیو) او ورځو څخه جوړ شوي دي، نو هر کله چې ستاسې د ژوند شېبې او ورځې تیریږي، ستاسې د عمر یوه برخه هم کمیږي. ځکه چې د جز تېریدل د کل تېریدل بیانوي.

ابن قیم رحمة الله علیه بیا فرمایلي دي: د انسان هره ساه چې اوځي، راوځي همدارنګه هر څاڅکې خوله چې یې له بدنه اوځي، که چېري دا د لوی څښتن د عبادت لپاره نه وي او د دنیا د ګټې لپاره وي، نو دا به یې د قیامت په ورځ د پښېماني لامل وګرځي. ابن قیم رحمة الله علیه د انسان هره ساه دومره ارزښتناکه ګڼلې ده چې، په بې ځایه تېریدو سره به دغه انسان د قیامت په ورځ پښیمانه وي. له دې څخه څرګندیږي چې، زموږ هره ساه د لوی څښتن سبحان تعالی امانت دی، چې باید بې ځایه ضایع نه شي.