د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اللّه تعالی په آزموینو مه خفه کیږئ

عادل عزیزي

 14411.jpg (2500 × 1100)

له الله تعالی څخه په غوښتلو کې خپله حوصله مه بايلئ، بلکې تر مرګه پورې یې ترې وغواړئ! الله(ج) انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی، انسان ته یې د ویلو، سوچ کولو او ارادې ځواک ورکړی او بېرته په مقابل کې الله تعالی انسان ته بې شمېره مسئولیتونه ور په غاړي کړي دي او دا مخلوق یې د ځمکې د نورو مخلوقاتو لپاره سر لاری ټاکلی دی. الله تعالی مسلمانان له سختو آزموینو سره مخ کوي، چې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې موږ د ډېرو داسې پېښو شاهدان یو. الله(ج) له خپلو پیغمبرانو څخه بې شمېره آزموینې اخیستې دي، خو هغوی چې په بشپړه توګه الله تعالی ته تسلیم وو، له دغو آزموینو بریالي را ووتل او الله(ج) بیا هغوی ته د دوی د صبر او زغم په بدل کې لوی اجرونه او ثوابونه ورکړل. الله تعالی د بنده آزموینه په بېلابېلو ډولونو اخلي، ځينې وخت د بنده د حوصلې آزموینه اخلي، بنده په سختۍ کې ښکېل وي او دعا غواړي، خو دی چې د کوم مصیبت رفع کېدل غواړي هغه نه کېږي، ډیری وخت يوه آزموینه لسګونو کلونو ته ورسېږي..! ځينې وخت بنده بې حوصلې شي او الله تعالی نه ګيله وکړي چې ولې زما دعا نه قبلوې او تر څو به زه په دې مصیبت کې ښکېل يم؟ هر کله چې په تاسو دا حالت راشي نو دغو لاندې څو خبرو ته پام وکړئ: لومړی دا چې موږ د الله تعالی بنده ګان يو او بنده حکم نشي کولی، بلکې خپل عرض ښاغلي ته وړاندې کولی شي، که چېرې موږ دا سوچ وکړو چې، الله تعالی بايد زما د غوښتنې مطابق هره دعا قبوله کړي او که قبوله يې نکړي نو د خفګان او ګيلې احساس وکړو، نو دا په اصل کې په الله تعالی حکم کول دي، العياذبالله. موږ يوازې الله تعالی نه غوښتنه کولی شو او بس، که هغه کار وشي ډېره ښه او کنه یوازې په دعا غوښتلو هم اجر شته، نو ځکه له الله(ج) څخه د ګيلې حق نه لرو. ځينې وخت موږ خپله خپل ځان د بداخلاقۍ، سستۍ، بدو عـادتونو او د بې فکرۍ له امله په ستونزو کې ښکېل کړی وي، زموږ تېروتنه دا وي چې، موږ له ځان څخه دغه تېروتنې نه لرې کوو، خو په الله تعالي باندې خپل حکم منل غواړو، په دې حالت کې بنده بايد الله تعالی څخه د ګيله مند کېدو پر ځای، خپل ځان ته وګوري چې زما په زړه کې کومې خبرې دي، ځکه چې دا عادات د انسان په پرمختک کې ستر خنډ وي. ځينې وخت بنده په ګناهونو کې ښکېل وي، يا په آرامتیا کې الله(ج)هېر کړي، په دې وخت کې دی په مصیبت اخته شي، دا د الله تعالی له خوا يوه اشاره وي چې ځان اصلاح کړه او خپل اصليت مه هېروه. ځينې وخت بنده ناپوهه او کمزوری وي، الله تعالی پرې سختي راولي تر څو هغه پاک کړي، تجربه ورکړي او د ځان اصلاح ته يې اړ باسي، دا مجازات د انسان لپاره نعمت وي، ځکه چې له دې پرته د انسان لپاره د اصلاح بل  محرک نه وي نو دغه سختۍ ورته محرک شي. ځينې وخت په يو کار کې موږ ته خير نه وي، خو موږ يې بيا هم غواړو، الله تعالی زموږ غوښتنه نه پوره کوي، ځکه چې هغه د بنده په خير او شر پوهیږي، په داسې حالت کې هم الله تعالی په بنده احسان کوي. پایله دا شوه چې:  الله تعالي نه په غوښتلو کې خپله حوصله مه بايلئ، بلکه تر مرګه پورې یې له هغه څخه وغواړئ. د ځان په اصلاح کار وکړئ، د زړه ناروغۍ لرې کړئ او له ګناه کولو څخه ځان وساتئ! هر کله چې له الله(ج) څخه دعا او د خپلو هڅو باوجود هم کار ونشو، لومړی ځان کې نیمګړتیاوو ته وګورئ، که نیمګړتیاوې هم نه وې، پوه شئ چې نه کېدو کې خير دی، خو په دعا کې اجر ترلاسه شوی. ځينې وخت د الله تعالی مرسته د ښه سوچ او خيال په بڼه وي، بايد دې سوچ او خيال ته پام وکړو، اړینه نه ده چې الله تعالی به زموږ مرسته يوازې په مادياتو سره کوي، بلکې ډېری وخت ذهن ته ښه آيډيا او د مفکورې راتلل هم د مرستې يوه لار ده. ستونزه دا ده‌ چې، موږ الله تعالی سره تعامل د خپلو غوښتنو او مزاج مطابق کول غواړو. باید په یاد ولرو چې، موږ د الله تعالی مخلوق یو، کېدای شي ډیری وخت دغه واکمن او سپېڅلی ذات موږ او تاسو په آزموینو کې واچوي، خو په داسې حالاتو کې اړتیا دا ده چې، صبر، زغم او استقامت ولرو او هر هغه څه چې د الله تعالی له لوري وي ویې ومنو او ډاډه و اوسو چې، دغه سپېڅلی ذات به هرو مرو یو وخت زما د سختیو اجر راکوي.