د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

طبیعت ته پاملرنه ولې اړینه ده؟

ابویاسر پښتون

14412.jpg (1200 × 528)

د کائیناتو د خالق د بې شمېره پیرزوینو له ډلې یو هم طبیعت او د طبیعت په لمن کې پراته انعامات دي، چې موږ او تاسو یې له برکته د هوسا او آرام ژوند ساه اخلو.

په طبیعت کې پراته ژوندي موجودات او په ځانګړې توګه انسانان د طبیعت د ډیرو احساناتو پوروړی دي.

طبیعت دی چې انسان ته یې خپله غیږه په داسې بڼه جوړه کړې چې، د انسان وجود پکې زیان ونه ویني، پاکه هوا، ښکلې ورشو ګانې، زیاتې او وړیا اوبه، له خپلې غیږې د انسان د خوړو بیلابیل توکي او د انسان د ورځیني ژوند د هر ډول اړتیاوو او غوښتنو مطابق توکي په واک کې ورکول، د الله(ج) له لوري د طبیعت په واسطه احسانات دي چې، انسان ته ورکول شوي او انسان ترې ګټه پورته کوي.

نو اوس دې پایلې ته رسیږو چې، د انسان او طبیعت ترمنځ یوه نه شلېدونکې اړیکه شتون لري، پدې معنی چې که له یوې خوا طبیعت په انسان ښکلی دی، خو له بله خوا همدا طبیعت دی چې انسان ته یې د الله تعالی ستر نعمت پاکه هوا او آکسیجن برابر کړی دی، نو په لنډه توګه ویلی شوو چې، طبیعت اصل دی او انسان د هغه فرعه ده چې د اصل په له منځه تللو سره فرعه هرومرو له منځه ځي.

د بیلګې په ډول، که چیرې انسان د طبیعت د همدغې پاکې هوا پر وړاندې چې په دومداره توګه له هغې څخه ګټه پورته کول یې د ژوندي پاتې کېدو تضمین کوي، بې مسئولیته پاتې شي او یا په خپله داسې اعمال ترسره کړي چې د هوا د ککړیدو لامل وګرځي، نو ښکاره ده چې پدې سره طبیعت زیان ويني.

کله چې طبیعت زیانمن شو نو ښکاره ده چې همدغه انسان خپله زیانمن کیږي.

دلته دې پایلې ته رسیږو چې، د طبیعت وژنه د خپل ځانه وژنه ده او پدې حقیقت زموږ او ستاسو ټولو باور دی چې، خپل ځان ته زیان رسول حرام دي، سربیره پردي چې د یو انسان د هغو ناوړه اعمالو په پایله کې چې طبیعت ترې زیانمن کېږي په خپله یاد انسان زیان ویني، نور انسانان هم زیانمنوي چې په یاد عمل سره دلته ددغه شخص ایمان هم له ګواښ سره مخ کیږي، ځکه پدې اړه د رسول الله مبارک صلی الله علیه والسلم مبارک حدیث شریف دی: له عبدالله بن عمرو رضی الله عنه څخه روایت دی چې، رسول الله مبارک(ص) فرمایلی دي:

ژباړه: ښه مسلمان هغه دی چې، نور مسلمانان یې له ژبې او لاس څخه په امان کې وي، او مهاجر هغه دی چې، له هغه څه څخه چې الله تعالی(ج) منع کړې وي دا ترې منع وکړي او تر سره یې نه کړي.

متفق عليه[صحيح البخاري: ۱۰]

له پورتني حدیث شریف څخه جوته شوه چې، مسلمان ته پکار ده چې دده وینا د نورو د اذیت لامل نشي او دغه راز دده د لاس او اعمالو څخه بل مسلمان زیان و نه ویني.

د اسلام مبارک دین سربېره پر دې چې، انسان یې خپل ځان او نورو ته د زیان رسولو څخه منع کړې پدې  یې هم ډیر ټینګار کړی چې، له نورو سره نیکي وکړئ او خپل ځان ته زیان مه رسوئ!

 پدې اړه د قرآنکریم د البقره سورة په ۱۹۵م نمبر ایة کې داسې فرمایلي دي:

ژباړه:د الله تعالی(ج) په لاره کې انفاق یا صدقه کوئ او په خپلو لاسونو خپل ځان د هلاکت کندې ته مه غورځوئ او نیکي کوئ ځکه الله تعالی(ج) نیکي کوونکی خوښوي.

ددغه مبارک ایة له متن څخه په ښکاره ډول څرګندېږي چې، ځان ته زیان رسول حرام او نورو سره نیکي کول څومره یو ښکلی عمل دی، ځکه په خپله الله تعالی(ج) نورو سره نیکي کوونکي خوښوي.

نیکي کول یوازې دا نه ده چې، ته یو چاته یوه اندازه مادیات ورکړې، بلکې په خپله وینا او خپل عمل سره نورو ته خیر ورسوې، دا ټوله نیکي ده نو له همدې امله د طبیعت پر وړاندې هر هغه عمل چې نورو ته ترې خیر رسیږي صدقه بلل کېږي.

د پورته ټولو څرګندونو څخه دې پایلې ته رسیږو چې، طبیعت ته پاملرنه لدې امله اړینه ده چې له یوې خوا په خپل عمل سره هم ځانته او هم نورو ته ګټه او زیان رسولی شوو، چې نورو ته ګټه رسول د اسلامي شریعت له ارشاداتو څخه شمیرل کیږي، او همدا راز په خپل ناوړه عمل سره هم ځان او نورو ته د زیان رسوونکو له ډلې څخه شمیرل کیږو، چې د ښو او بامسئولیته اعمالو په ترسره کولو سره هم ددې دنیا او هم د اخرت له ښېګڼو څخه برخمن کیږو.

د یو سمسور او آباد افغانستان په هیله.