د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

مرګ او ژوند د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې

محمد اسماعیل شاهین

14443.jpg (1200 × 528)

مسلمانان د مرګ او ژوند په هکله  له کافرانه فکر څخه منع شوي دي، که کوم چا مرګ او ژوند، سفر یا غزا ته منسوب کړ او د مړ شوي شخص خپلوانو یې د مرګ په هکله وویل، که زموږ په څنګ کې ؤ، په غزا کې ئې برخه نه وه اخستې او یا په سفر نه ؤ تللی، له مرګ څخه به خوندي پاتې شوی ؤ.

دغه شان فکر او اعتقاد کافرانه دی،ځکه چې د ژوند او مرګ پریکړه یوازې الله تعالی(ج) کوي.

د انسان کوم کړه وړه چې له همدې کافرانه اعتقاد څخه خړوب کېږي، که هغه له مرګ نه وېره وی، په جهاد کې برخه نه اخیستل وي او یا د کفر پر وړاندې د مبارزې ډګر ته د خپلوانو له لېږلو څخه ډډه کول وي، الله تعالی(ج)  په ټولو خبر دی او ستاسو د ټولو عملونو شاهد او ناظر دی.

په دې باید هر مسلمان کلکه عقیده ولری چې، مرګ یوازی تر غزا، سفر او یا د کوم څه په خوړلو پورې ندی تړلی، بلکې مرګ د انسان په تقدیر کې لیکل شوې نیټه او څرګند حقیقت دی چې کله یې وخت پوره شي نو بیا وړاندې او وروسته کېدای نشي.

 په دې اړه الله تعالی(ج)  د قرآنکریم د الاعراف سورت په ۳۴م آیت کې فرمایي:

ژباړه: (کله چې د دوی د مرک نیټه راشي، دوی به نه یوه دقیقه وروسته شي، او نه یو دقیقه وړاندې.)

مسلمانان له دې څخه هم منع شوي چې، د الله تعالی(ج)  د لارې شهیدان په خپل زړه کې مړه وګڼي او یا په خپلو ویناوو کې هغوی ته مړه ووایي، ځکه الله تعالی د قرآنکریم د البقره سورت په ۱۵۴م آیت کې فرمایلي دي:

ژباړه: او هغه کسانو ته مړه مه وایاست چې، د خدای(ج)  په لار کې شهیدان شوي، بلکې دوی ژوندي دي، خو تاسو نه پوهېږئ.

همدارنګه الله تعالی(ج) د ال عمران سوره په ۱۶۹- ۱۷۱آیتونو کې فرمایي:

ژباړه: (او هغه کسان چې د خـدای(ج)  په لار کې شهیدان شوي مړه مه ګڼئ، دوی ژوندي دی او د الله(ج)  له خوا ورته روزي ورکول کېږي.) 

الله تعالی چې له خپل فضل څخه دوی ته څه په برخه کړي، په هغو خوشحالي کوي او د هغو کسانو لپاره هم چې لا تراوسه له دوی سره نه دی یو ځای شوي او د دوی تر شا دي، پدې خاطر خوشحالي کوي چې نه به په دوی څه ویره وي او نه به غمجن شي، د الله(ج)  په نعمتونو او فضل به خوشحالي کوي او په دې هم چې الله(ج)  د مؤمنانو اجر نه ضایع کوي.)

له مرګ څخه وېره او د الله تعالی په لاره کې د شهادت تلوسه، د ایمان نښه ګڼل شوې او د پیغمبرانو علیه السلام ټولو صحابه وو ته په خطاب کې ویل شوي چې، تاسو ټولو د شهادت غوښتنه کوله.

څوک له مرګ څخه تښتي؟

یهودیانو به ویل: په ټولو انسانانو کې یوازې موږ د خدای دوستان یوو، د خدای نازولي ټول په موږ کې راپیدا شوي، اولیاء او پیغمبران زموږ په قوم کې راپیدا شوي، نو خود به یوازې موږ جنت ته درومو. که چېرې دا خبره رښتیا وي او تاسو له خدای(ج)  سره مینه درلوده او د الله(ج)  له اولیاوو او پیغمبرانو سره تړاو ولرئ، نو له مرګ څخه به نه ویریدئ او د الله(ج) د نیکو او صالح بنده ګانو په څیر به د الله(ج)  په لار کې قربانۍ ته چمتو وای.

خدای(ج)  ظالمان پیژنې او په دې ښه پوهېږي چې، د ظلمونو له امله یې زړونه تور شوي او له ژوند سره افراطي مینه او له مرګ څخه افراطي ویره یې په زړونو کې ننوتلې ده. الله تعالی د یهودیانو په اړه د قرآنکریم د الجمعه سوره په ۶- ۸م  آیتونو کې د یهودیانو په اړه فرمایلي دي:

ژباړه: (ورته ووایه،ای هغو کسـانو چې یهودیان شوي یاست! که فکر کوۍ چې یوازې تاسو د خدای(ج) دوستان یاست، نو د مـرګ غوښتنه وکړئ، که صادق یاست د خپلو مخکنیو عملونو په وجه به ئې هیڅکله  غوښتنه ونکړي. خدای(ج) ظالمان ډیر ښه پیژني، ورته ووایه هغه مرګ چې تاسو ترې تښته کوئ هرو مرو به تاسو مومي، بیا به د غیب او څرګند پوه ذات په لوري ګرځول کېږئ، نو تاسو به په خپلو کړو خبر کړي.

د انسان روح د الله(ج)  په امر د ځانګړو فرښتو په وسیله قبض کېږي،ځکه د الله تعالی ټول بنده ګان د ده د سلطې په وړاندې محکوم دي، او د ټولو انسانانو د ساتنې لپاره یې ساتونکي موظف کړي،چې د مرګ تر ثابتې نېټی پوره به یې ساتنه کوي او د دې نېټې په رارسېدو سره موظفې فرښتې د انسان روح اخلي، او د الله تعالی په امر سره نه دا ساتونکې فرښتې او نه روح اخیستونکې فرښتې په خپل الهي ماموریت کې هیڅ ډول افراط نه کوي.

له پورته څرګندونو څخه دې پایلې ته رسېږو چې، هیڅ کله باید د کفارو او د دوی له غلامونو سره له مبارزې ویره ونه لرو، ځکه زموږ مرګ او ژوند یوازې او یوازې د الله تعالی په واک کې دی، نه مو څوک یوه دقیقه وړاندې وژلی شي او نه مو د وژلو نیټه یوه دقیقه وروسته کولی شي.