الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

26 حوت 1403

14551.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیف ریاست د مسئولینو له خوا د پنځلسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او له یو شمېر سرغړونکو هټیوالو سره قانوني چلند وشو. د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل: د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ سرغړونکي تر څېړنې لاندې نیول کیږي او په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو او د جامو ګنډولو نرخونه د دوی ترڅار لاندې دي. نوموړي زیاته کړه چې، یو ځل بیا د لومړنیو خوراکي توکو پلورنکو ته په ټینګار سره سپارښتنه کیږي چې، د توکو له احتکار او په لوړ قیمت یې له پلورلو څخه ډډه وکړي او انصاف په پام کې ونیسي، ترڅو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت ترلاسه کړي. تر دې وړاندې ټولو هټیوالو ته سپارښتنه شوې ده چې، نرخنامه په لید وړ  ځای کې نصب کړي او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري.