ناصري
ونې، شنه بوټي، ګلان او زرغونې سیمې، د هوا او چاپېریال په پاک ساتلو کې خورا ارزښتناک رول لري. پاک خدای(ج) په خپل حکمت سره، ونو، ګلانو، کروندو او نورو زرغونو سیموته داسې خاصیت ورکړی، چې کولای شي پاکه هوا خوره او ککړه هوا جذب کړي. اوس چې د پسرلي ښکلی موسم دی او د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار په کچه د نیالګیو کینولو لړۍ هم پېل شوی ده، هر ښاري ته په کار ده چې، خپلې مټې بډ وهي او د یوه یا څو نیالګیو په کېنولوسره، د خپل ښار او خپل چاپېریال په ښکلا او زرغونتیا کې برخه واخلي او له دې سربېره دې د ښاروالۍ له خوا کېنول شویو نیالګیو څخه ساتنه او پالنه وکړي، ځکه دغه کار هم یوه اسلامي فریضه ده او هم یو مسئولیت دی.
دلته د یوه بوډا کروندګر کیسه را په یاد شوه چې د پسرلي له ښکلي موسم څخه یې ګټه اخیسته او دنیالګېو په کېنولو بوخت وو، په دې وخت کوم ځوان ترې داسې وپوښتل: بابا! ته چې په دې زیات عمر نیالګي کېنوې، آیا مېوه به یې هم وخورې؟
بوډا کروندګر ځواب ورکړ: بچیه! پخوانیو کېنول موږ یې مېوه وخوړه، اوس یې موږ کېنوو څو یې راتلونکی نسل مېوه وخوري. نو موږ ټولو ته په کار ده چې له همدې کيسې پند واخلو او د راتلونکي نسل د هوساینې او دخپل ښار او چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا په نیت، یو یا څو نیالګي کېنوو.
د اسلام مبارک او سپېڅلي دین، د انسانانو د دنیوي او اخروي ژوند د پاېښت او سوکالۍ لپاره ځانګړې او ګټورې لارښوونې او سپارښتنې لري او پاک خدای(ج) د نیالګېو، ونو او نورو شنو بوټو د کرلو او کېنولو په نیت خپلو بنده ګانو ته امر کړی او دې ته یې هڅولي ترڅو د هغو په کرنه، ساتنه او پالنه کې د زړه له کومې هلې ځلې وکړي.
په یوه حدیث شریف کې داسې راغلي دي:
ژباړه: کوم لاسونه چې، په کروندو کې د بېل وهلو له امله ټناکې شوي وي، هغه لاسونه به د دوزخ اور لمس نه کړي. په اسلام کې دا ډول ډېرې لارښوونې او سپارښتنې شته دي چې، انسان یې د ونو، بوټو او د غلو دانو کرلو ته هڅولی دی.
د چاپېریال ساتنې د پوهانو د څېړنو له مخې، په هغه سیمه کې چې څومره ونې،شنه بوټي او زرغونتیا زیاته وي، په همهاغه کچه به دسیمې هوا پاکه او چاپېريال به یې تر ډیره حده د وژونکو ناروغېو له ګواښ څخه پاک او خوندي وي. هرڅوک هیله لري چې په یوه پاک او سالم چاپېریال کې له خوښېو ډک ژوند ولري، خو د داسې چاپېریال رامنځته کول خپله دانسانانو په لاس کې ده، نو اړتیا ده چې په رامنځته کولو کې یې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه شي.
د چاپېریال ساتنې پوهان وایي: هره لویه ونه د(۱۵) تنو انسانانو لپاره آکسیجن او پاکه هوا برابرولای شي. اوس چې د نیالګېو کېنولو وخت یوځل بیا را رسېدلی دی، هیله ده څو ګران هېواد وال په تېره کابل ښاریان، امارتي ادارې، خصوصي سکټور او نور بنسټونه، د خپل هېواد، خپل ښار او خپل چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه، په خپلو سیمو، خپلو ملکیتونو او خپلو کورونو شاوخوا کې یو یا څو نیالګي کینوي او په دوامداره توګه ترېنه ساتنه او پالنه یې وکړي.
دا باید په یاد ولرو چې، د نیالګیو کېنول آسانه دي خو ساتنه او پالنه یې لوی مسئولیت دی او ځانګړې پاملرنه او څارنه غواړي، د نیالګیو له خړوب څخه سربېره، هغه باید د ماشومانو او نورو بې پروا اشخاصو له خوا، له ماتولو او همدا شان د څارویو له خوراک څخه وساتل شي ترڅو راتلونکي نسل ته یو پاک او سالم چاپېریال په میراث پاتې شي.