د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اسلام کې د اوبو ارزښت

14962.jpg (1200 × 528)

اوبه چې د الله تعالی د نعمتونو څخه یو لوی او با ارزښته نعمت دی د تولو ژوندیو موجوداتو د ژوند مایع ګنل کیږي. اوبه له الله تعالی څخه د مناجات او هغه ستر ذات ته د ودرېدو " لمونځ" لپاره لومړنی پیل دی، یعنی له غسل څخه شروع بیا تر اوداسه نورو پاکیو پورې اروند مسایل ټول تر اوبو پورې تړلي دي.

په قرآنکريم کې ۶۳ ځله د اوبو يادونه شوې ده، ځکه انسان د ډوډۍ له نه خوړلو پرته يوه مياشت ژوند کولای شي، خو د اوبو له نه څښولو څخه يوه اوونۍ هم ژوند نشي کولای. 

الله جل جلاله فرمايي: ژباړه: او موږ له اسمان څخه اوبه په اندازه نازلې کړې او په ځمکه کې مو ځای پر ځای کړې دې او په حقیقت کې موږ د هغه د ایستلو توان لرو.

سورة مؤمنون- 18 آیت.

 په اندازه يعنې په حکمت او تدبير سره مو نازلې کړې دي، نه کمې دي او نه زياتې، که چيرې زياتې وای، نو خلک به يې غرق کړی ؤ، او که چيرې کمې وای، نو د خلکو اړتيا به نه پوره کېده. اوبه د ژوند راز او سرچينه دي، اوبه له ټولو مخلوقاتو څخه مخکې پيدا شوې دي.

 الله تعالی(ج) فرمايي: ژباړه: الله هغه ذات دی چې ځمکه او اسمانونه يې په شپږو ورځو کې پيدا کړل، کله چې د هغه عرش په اوبو باندې ؤ. سورة هود-7 آیت.

 له دې څرګندېږي چې، اوبه او د الله(ج) عرش له ځمکې او اسمانونو څخه مخکې پيدا شوي دي، الله تعالی اوبه د مخلوقاتو بنسټ ګرځولي دي، د باران اورښت د غيبو له کليګانو څخه دي، باران د ټولو اوبو سرچينه ده، اوبه د چاپېريال د ټولو ژونديو موجوداتو په ژوند کې مهم رول لوبوي. دغه بهېدونکی شفاف مخلوق چې خوند، رنګ او بوی نلري، د انسان له ډېرو سترو اړتياوو څخه شمېرل کېږي، ټول ژوندي موجودات اوبو ته اړتيا لري، او په اوبو سره ژوندي دي.

الله(ج) ټول حيوانات له اوبو څخه پيدا کړي دي، او د اوبو په مرسته ژوند او وده کوي. په اوبو سره ځمکه هم ژوندۍ ده، له اوبو پرته د ځمکې او هغه موجودات چې، په ځمکه کې شتون لري دهغوی ژوند ناشونی دی. د اوبو په وسیله الله تعالی موږ ته ډول ډول ميوې پيدا کړې او په قرآنکريم کې یې په بېلابېلو آياتونو کې ذکر کړې دي، لکه، الله تعالی تاسو ته له اسمان څخه اوبه نازلې کړې او تاسو ته يې ورباندې کښت او ونې او ډول ډول ميوې را ټوکولې دي.

پاک خدای(ج) اوبه له اسمان څخه  درته نازلې کړې دي، تاسو ورباندې خپل څاروي اوبه کړئ.

الله تعالی فرمایي: ژباړه: موږ پرتاسو باندې له اسمان څخه اوبه نازلې کړې دي، چې پر هغو اوبو تاسو پاکوالی راولی.

سورة فرقان-48 آیت.

دا چې اسلام د اوبو دومره ډېر ارزښت بيان کړی دی، اړتیا ده چې ددغه لوی نعمت شکرانه اداء اوهڅه وکړو چې بې ځايه يې مصرف نکړو اوپه غوره توګه ګټه ترې پورته کړو، ځکه همدا اوبه دې چې موږ يې څښو، د هر ډول پاکوالي لپاره يې کاروو، ونې، بوټي او نور فصلونه پرې اوبه کوو، آن تر دې چې په ژرندو کې ترې ګټه پورته کوو.

نو اړتیا ده چې، د اوبو په مصرف کې اسراف و نه کړو، ځکه خدای(ج) اسراف منع کړی او هغه نه خوښوي.