الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

څنګه کولای شو یو بریالی ژوند ولرو؟

دانش

14973.jpg (2500 × 1100)

دا چې هرڅوک غواړي خپلو موخو ته په آسانۍ سره ورسیږي او یو سوکاله ژوند ولري، نو په کار ده چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره د بریالی ژوند په معنې وپوهېږو.

له بله خوا بریالی ژوند یو ژور ځانګړی سفر دی، چې د بېلا بېلو خلکو لپاره ډول ډول معناوې لري. د بریالي ژوند درلودلو لپاره د هڅو تر پیل څخه د مخه ټولې هغه تګلارې چې دغه چاره کې موږ سره مرسته کولای شي په لاندې ډول دي:

1- د بریا پېژندنه:

د بریا ترلاسه کول یوه شخصي پدیده ده، د ځینو لپاره بریا په خپل اړوند مسلک کې د لاسته راوړنو او پرمختګ په معنا ده. بله خوا، لکه څرنګه چې مخکې یې یادونه وشوه بریا د یو شمېر نورو خلکو لپاره ځاني پرمختګ، د کورنۍ خوښي، او په ټولنه کې د مثبتو اغېزو درلودلو په معنا سره راځي.

بريا د هرچا لپاره ځانګړې معنا لري، چې د ځینو خلکو لپاره په ورځني ژوند کې د خپلو موخو د لاسته راوړلو هڅې دي، که هغه هم کوچنۍ موخې وي، حال دا چې د ځینوخلکو لپاره بریا ممکن په تعلیمي مرکزونو کې د اوچت مقام لاسته راوړل، په لوړمقام دنده ترسره کول او د زیاتې شتمنۍ ترلاسه کول وي تر څو وکولای شي دخپل ځان او کورنۍ لپاره د یوه هوسا او آرام ژوند زمينه برابره کړي.

2- د څرګندو موخو ټاګل:

د یو بریالي ژوند درلودلو لپاره باید څرګندې لنډ مهاله او اوږد مهاله موخې وټاکل شي، ترڅو خپله تګلاره وپېژنو او د موخو د ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه ګټه پورته کړو. په ژوند کې د موخو نه ټاکل، د ژوند د زیاتو فرصتونه د لاسه ورکولو لامل کېدلای شي، چې په پای کې د بریالي ژوند پرځای ناکام ژوند تجربه کوو. هغه تېروتنې چې زیات وخت د بېلا بېلو خلکو څخه تکراریږي، له نورو خلکو سره خپل ځان پرتله کول دي.

د زیات شمېر بریاليو خلکو د بریا تر شا یوه لویه فلسفه پرته وي، چې دوی بریا ته تر رسېدو وړاندې زیاتې لوړې او ژورې تجربه کړي وي. نو اړتیا ده چې، د بریا د ترلاسه کولو لپاره باید خپلې موخې په علمي پړاوونو وویشو، او خپل پرمختګ په منظم ډول وڅارو.

3- په منظم ډول د خپل ځان او وخت مدیریت کول:

بریا هغه وخت رامنځته کېږي چې، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره پرلپسې هڅو ته دوام ورکړئ، او هغه څه ته چې په دې برخه کې ستاسو زیات ملاتړ کوي پوره پاملرنه وکړئ، لکه  د وخت مدیریت، مهمو موخو ته لومړیتوب ورکول، او داسې نور. په منظم ډول د ځان د مدیریت کولو سره کولای شو د ژوند اړوند هر ډول حالت لکه لوړې او ژورې په پوره معنا سره مدیریت کړو.

4- دوامداره زده کړه:

دا هم څرګنده خبره ده چې، یو بریالی ژوند دوامداره زده کړې او هڅو ته اړتیا لري.

په دوامداره توګه مطالعه وکړئ، ځکه پرمختګ یوازې په ښوونځي پورې محدود نه دی، بلکې د خپل ځان د نیمګړتیاوو اصلاح کول باید خپل عادت وګرځوو او کولای شو خپلې شته نیمګړتیاوې د ټولنې له وګړو څخه په تکرارېدو سره اصلاح کړو، چې همدغه چاره په ژوند کې د دوامداره پرمختګ او زده کړې لامل کیږي.

5- د سالمې روغتیا درلودل:

دا چې د سالمې روغتیا درلودل د بریا پیل دی، او د بریا په ترلاسه کولو کې سالمه روغتیا بنسټیز رول لوبوي، نو په کار ده چې د ژوند په هر پړاو کې د خپلې روغتیا ساتنه وکړو، ترڅو وکولای شو خپلو موخوته غیر له کوم خنډ او ځنډ ځان ورسوو.

هر څومره چې یو انسان په پوره معنا روغ بدن او سالمه روغتیا ولري، نو په همهاغه کچه یې د بدن انرژي، په چارو کې تمرکز او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لوړې ارادې لري.

د سالمې روغتیا درلودل، بریا ته د رسېدو تر مخه انسانانو ته د رامنځته شوېو ستونزو لپاره د مناسبو حل لارو پیدا کولو او باثباته پاتې کېدو توان وربښي.