د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس جلالتمآب محمد اشرف غنی د ۱۳۵۵حکم له مخې د کابل ښاروالۍ مالی او ادارې معین احمد شعیب رحیم د کابل ښاروالۍ سرپرست په توګه وټاکل شو،کابل ښاروالۍ رهبرۍ پلاوی د ولسمشر له دي اعتماد څخه مننه کوی، د حکومت رهبرۍ او کابل درنو ښاریانو ته ډاډ ورکوی چې دغه ستر امانت په عین وخت کې له ویاړه ډکه دنده به په ټول صداقت سره مخ ته وړی او د کابل درنو ښاریانو په چوپړ کې به وي.د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ نوی رهبرۍ پلاوی کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې ټولي پرمختیایي او خدماتي برنامي به د ښار په اوږدو کې د وړاندوینی شوي پلان له مخې مخ ته وړل کیږي، چې په بشپړیدو سره به یې د کابل ښار په څیره کې مثبت بدلون راڅرګند شي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست پیغام