د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رسول الله(ص) بعثت، د بشریت لپاره رحمت

محمداسماعیل شاهین

15140.jpg (2500 × 1100)

په داسې حال کې چې پر بشریت د جهالت تورې تیارې خورې وې او نړۍ له خپلو ټولو موجوداتو سره یو ځای د هلاکت ویرجنې او ژورې کندې ته د غورځېدو په حال کې وه، د بشریت یوې سترې برخې (ښځو) ته په کې د مال په سترګه کتل کېدل، د لوڼو ژوندي ښخول یې د ځان لپاره ویاړ ګاڼه او د هغوی ژوندي پاتې کېدل یې په قوم کې د ځان لپاره شرم او عار باله، په خپلو لاسونو جوړو شویو بتانو ته یې سجدې کېدلې او د خپلو ستونزو د حل لپاره یې له همدغه بتانو څخه چې، حتی د خپل ځان اختیار ورسره نه ؤ، د مرستې غوښتنه کوله.

په همدغه له ګواښ څخه ډک حالت کې الله(ج) حضرت محمد(ص) په وحيې او رسالت سره مبعوث کړ، ترڅو هغه انسانیت ته چې، ساه یې ستوني ته راغلې وه او د ځنکدن له حالت سره مخ ؤ، نوی ژوند ور وبخښي او خلک له تورو تیارو څخه د روښنایی په لور وخوځوي.

رسول الله(ص) انسانیت ته یوازې د یوه لاشریک ذات د بنده ګی بلنه ورکړه او د دنیا د ټولو بنده ګیو او مریتوبونو څخه یې وژغوره، د دنیا رښتیني نعمتونه یې کوم چې انسانانو خپل ځانونه ورڅخه بې برخې کړي ؤ، د دویم ځل لپاره هغوی ته ورپه برخه کړل، هغه کړۍ او ځنځیرونه چې هغو د اړتیا پرته په خپلو ځانونو کې اچولی وې ورځنې لرې کړل.

لنډه دا چې د حضرت محمد(ص) بعثت بشریت ته نوی ژوند، نوې روښنایی، نوی ځواک، نوی ایمان، نوی باور، نوی نسل، نوی تمدن او نوې ټولنه وبخښله.

هغه اوږد واټن چې، د اسلام او جاهلیت ترمنځ موجود ؤ، څومره ګړندی او په لوړ سرعت سره له منځه ولاړ، کوم چې په دنیا کې یې هیڅ ساری نشته.

رسول الله(ص) د یو ښوونکي او مربی په توګه، د الله(ج) د پاک کتاب د ناجي او د اسلامي نظم او نظام د یو بنسټ ایښودنکي، د شعریعت جوړونکی، د یو عادل قاضي، د یو حاکم واکمن او فرمان ورکوونکي، د یو پېشوا او د تقلید د بېلګې، د یوه سپاه سالار او ستر قومندان په توګه خپل الهي رسالت په لنډه موده کې تر سره کړ. 

د رسول الله(ص) د بعثت حکمت په لاندې څو لنډو ټکو کې دی:

۱- د توحید تبلیغ: د توحید د تبلیغ څخه موخه، د الله تعالی یووالی او د هغه په عبادت باندې ټینګار کول دي.

۲- د اخلاقو او عدالت تثبیت: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبعوث کېدل د بشریت د اصلاح او د ظلم، جاهلیت او نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره ؤ.

۳- بشریت ته لارښوونه: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم موخه، د انسانانو د دنیوی او اخروي ژوند د سمون لپاره، د الهي لارښونو ترسره کول ؤ.

۴- د رحمت په توګه راتګ:

حضرت محمد مصطفی(ص) د ټولې نړۍ لپاره رحمت ؤ، چې پدې اړه الله تعالی(ج) د قرآنکریم د الانبیا سورت  په ۱۰۷ آیت کې داسې فرمایي:

ژباړه: اې محمده! ته موږ نه یې لېږلی مګر رحمت لپاره د عالم. (سورة ا لانبیاء، آیت ۱۰۷)

۵- د آخرت یادونه: د قیامت، حساب او جزا په اړه د خلکو پوهول، ترڅو خلک د ابدي ژوند لپاره چمتوشي.