نقیب الله مومند
کابل چې د افغانستان پلازمېنه ده، له بده مرغه د تېرو څه باندې دوو لسیزو په اوږدو کې د نفوس د بې ساري ډېروالي، غیر معیاري ښاري پراختیا او د زرغونو سیمو د له منځه تللو له امله یې خپل اصلي ښاري هویت له لاسه ورکړی دی. د فضأ او چاپېریال ککړتیا، ګڼه ګوڼه او د زرغونو سیمو کمښت نه یوازې دا چې د ښار فزیکي څېره یې بدله کړې، بلکې د خلکو په رواني روغتیا یې هم منفي اغېزې کړې دي.
په داسې حالت کې، د ګلانو کرل، د طبیعي ښکلا رامنځته کول او د زرغونو سیمو جوړول، کولی شي د ښاري ژوند کیفیت بېرته ورغوي، د خلکو پر ذهن، روان، او ټولنیز تعامل مثبته اغېزه ولري او د کابل ښاري بڼه پاکه او ښکلې کړي.
۱- د ګلانـو د کـرلو روانـي، ټولنیزې او چاپېریالي ګټې:
الف: د ذهني سکون او روانـي روغتیا لپاره طبیعي درملنه
ب: طبیعت تل د انسان ملګری پاتې شوی، د ښایسته ګلونو، خوشبویه بوټو او رنګارنګ منظرو لیدنه د انسان ذهن ته تازه والی وربښي. څېړنو ښودلې ده چې، ګلان نه یوازې د کور دننه او بهر ښکلا تضمیـنوي، بلکــې د خلکـو د اضطراب، خفګان او روحي فشار کمولو کې هم مرسته کوي. طبیعي منظره انسان ته د آرام، هیلې او خوښۍ احساس ورکوي.
اکسفورډ پوهنتون یوې څېړنې ښودلې ده چې، د ورځې یوازې ۱۵ دقیقې په زرغونو سیمو کې اوسېدل، د ذهني فشار ۲۰ سلنه برخه راکموي.
ج: د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا:
زرغونې سیمې لکه پارکونه، بڼونه او د نور ټولګټي ځایونه د خلکو د راټولېدو، خبرو اترو او د کلتوري تبادلې لپاره بنسټیز چاپېریال برابروي.
ګلان او طبیعت د ټولنې د یووالي، تفاهم، او متقابل درناوي روحیه پیاوړې کوي.
د ښاري ټولنو د ثبات یوه مهمه نښه د خلکو فعاله ونډه ده چې، د ګډو زرغونو پروژو له لارې پیاوړې کېږي.
د: د جرمونـو او تاوتریخوالي کموالی:
ډېری نړيوالې څیړنې ښيي هغه ښارونه چې، زرغونې سیمې پکې ډېرې وي هلته د جرمونو کچه هم لږه وي. کله چې انسان له طبیعت سره په اړیکه کې وي، پر ذهن یې مثبت اغېز کوي. د شنو بوټو، روښانه او آرام چاپېریال شتون د احساساتي غبرګونونو چټکتیا راکموي چې دا د تاوتریخوالي د کمښت لامل کېږي.
ه: د هوا پاکوالی او د اقلیم توازن
ګلان او بوټي د هوا د پاکولو، د دوړو د جذب، او د تودوخې د تنظیم مهمه طبیعي وسیله ده. د یوې محاسبې له مخې، ۲۰۰ متره مربع پاکه او زرغونه فضأ کولی شي په کال کې له ۱۰۰ کیلو ګرامه ډېر کاربنډایاکسایډ جذب او د چاپېریال کیفیت ښه کړي.
۲- په کابل ښار کی د زرغونتیا ریاست له خوا د ګللانو د روزنې اوسنی وضعیت
په کابل ښار کې له کلونو راهیسې عام وګړي او د دولتي ادارو کارکوونکي نن سبا د ګلانو کرلو او د زرغونو سیمو په رامنځته کېدو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د هر ښار لپاره تر ټولو مناسب معیار دا دی چې، د هر وګړي لپاره باید لږ تر لږه ۹ متره مربع زرغونه سیمه شتون ولري؛ خو د کابل اوسني حالت ته په کتو دا اندازه تر ۱.۵ متره مربع پورې راټیټه شوې ده، چې دا یوه له اندېښنو ډکه احصایه ده.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د راپور له مخې، اوسمهال په کابل ښار کې د دې ریاست له خوا ډول ډول ګلان روزل کیږي چې، یوازې سږ کال په کابل ښار کې نږدې نيم ميليون فصلي یو کلن او څو کلن ګلان کرل شوي چې، دغه کار د ښار د ښکلا او د ښاریانو په ژوند کې د سکون په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي.
۳- د ګلانو د کرلو فرهنګ ته د ودې ورکولو لارې
الف: د پـوهـاوي کمپاینونه او ښوونیزې برنامې:
د ښوونځیو، پوهنتونونو، رسنیو، دیني علماوو او ټولنیزو شبکو له لارې باید د ګلانو د کرلو اهمیت خلکو ته بیان شي. کلتوري خپرونې، مستندونه او شعري برنامې کولی شي د خلکو په زړونو کې د ګلانو مینه وکري.
ب: د ټولنیز ګډون هڅول:
خلک باید وهڅول شي چې، په خپلو کورونو، کوڅو، او نورو ښاری سیمو کې ګلان وکري او له کورنۍ نیولې تر ټولنې پورې د ګل پالنې کلتور ته ارزښت ورکړل شي.
ج: له ښاري پلانونو سره همغږي:
ښاروالۍ باید د هرې نوې ښاري پروژې د پلان کولو پر مهال، د زرغونو سیمو شتون ته لومړیتوب ورکړي، د سوداګریزو، استوګنې او امارتي ودانیو ترڅنګ باید د زرغونو سیمو شتون او پراختیا اړین وګڼل شی.
د: د ګلانو ملي ورځ او نندارتونونه:
د ګلونو ملي ورځ، د نیالګیو د کرنې کمپاینونه، او د زرغونو ښارونو جایزه ورکونې برنامې کولی شي د خلکو د علاقې، ونډې او عملي ګډون کچه لوړه کړي. له همدې امله د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په پام کې لري چې، سږ کال د کابل ښار په زرنګار پارک کې د ګلانو کرلو، روزنې، او پالنې د فرهنګ د دودولو په موخه، یو نندارتون پرانیزي.
ګلان د طبیعت ژبه ده، ګلان د ښار ښکلا زیاتوي، د خلکو زړونه روښانوي، او د ټولنې اړیکې ژوروي. د کابل ښار راتلونکی ښاري پرمختګ باید د ګلانو د کرلو له دود او کلتور څخه بېل نه وي. د ښاروالۍ، عامو خلکو، مدني ټولنو او رسنیو همکاري کولای شي کابل بېرته هغه ګل ورین ښار وګرځوي کوم چې، یو وخت یې خلکو د "ګلونو کابل" په نوم پېژانده.
راځئ چې له ګلونو سره مینه یوازې د ویناوو تر کچې محدود نه کړو، بلکې د خپلو لاسونو په وسیله دا ښایسته دود ژوندی وساتو.