د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ورستیو اورښتنو په وخت کې د ښار وضعیت په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پيغام

درنو ښاریانو! لکه څنګه چې خبریاست وروستي اورښتونه د دي لامل شول چې اوبه کانالونوڅخه بهر او په پلو لارو، سړکونو کې روانې شي، د دي موضوع اساسی لامل په ښار کې د معیاري کانالونو نشتون ده چې ټولې اوبه ځان ته جذب او له ښار څخه یې بهر ولیږدوي، او له بدمرغه دویم لامل یې د شته کانالونو بندیدل دی چې ښاریان د خځل ځایونو په توګه ترې کار اخلي.پرون ورځ د اورښتونو له امله مونږ په لب جر سیمه کې د اوبو راوتلو شاهدان وو، چې د کابل ښاروالۍ کارکونکو په شته امکاناتو سره له سهار راهیسي پرې کار روان کړی وو، چې په موقتی ډول د وزیر آباد کانال دواړو خواو ته اوبه جذب شوی، په میرویس میدان سیمه کې له نیکمرغه اوبه ندي راوتلي ځکه کانال څو اونۍ وړاندې په اساسي ډول پاک شوي وو، د دهمزنګ کانال هم اوبه ځان ته جذب کړی وی ځکه یاد کانال هم پاک شوی وو، په ۱۱،۱۵ او ۴ ناحیو کې د اورښتنو د اوبو ستونزه جدي ده او د حل لارې هم د وزیر آباد کانال جوړیدل دي چې ۵۱سلنه یې د جوړیدو چاري بشپړي شوي او کار په چټکې سره پرې روان ده، چې تر جوړیدو به یې مونږ له بدیلو لارو کاراخلو ترڅو ښاریان له ستونزو سره مخ نشي، تاسي ښاریان کولاي شي په ټاکلو ځایونو کې د خځلولو اچولو له لارې مونږ سره په دي برخه کې مرسته وکړی.