د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

واوره د الهي نعمتونو له ډلي او د اوبو له سترو سرچینو څخه ګڼل کیږي چې د بشر ژوند ممکن کوي

کابل ښاروال د ورستیو واورو اورښتونو له امله د بیلا بیلو عملیاتو په لړ کې د اوبو د ښه مدیریت او د یادو اوبو د جذب په خاطر، هڅه کړي ترڅو په ډیره کچه د اورښتونو اوبه له سړکونو څخه جذب کیدونکو سیمو ته ولیږدوي. د اورښتونو اوبو مدیریت د ښاروالیو له اساسي دندو څخه ګڼل کیږي، کابل ښاروال په همدې موخه د خپلو مالي او تخنیکي امکاناتو نه په ګټه اخیستنې سره ګڼ شمیر لښتې، زابرونه او سترکانالونه جوړ کړي چې له دي ډلي څخه یو هم د وزیرآباد سترکانال دي، چې د روان کال له پيل څخه یې د جوړیدو چاري پيل شوي او تر دي دمه یې ۷۰سلنه  چاري بشپړي شوي چې جوړیدو سره به یې په راتلونکي کال کې د کابل ښار د شمال او مرکزي سیمو اوبه په ښه توګه مدیریت شي. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه هیله کوي ترڅو د اورښتونو اوبو د ښه مدیریت په موخه د بامونو او سړکونو سر واوره د  امکان لرو په صورت کې، د خپلو ملکیتونو، شنو سیمو، د کورونو اړوندو سیمو او یا هغو سیمو کې چې د جذب کولو وړتیا لري ذیرمه کړئ ترڅو له یوي خوا د کابل ښار د اورښتونو اوبه تقویت شي او له بلي خوا د ښار پلي لاري او واټونه له کنګل نیولو څخه خوندې پاتي شي.