عزیزي

بریښنایي سیستمونه هغه شبکه یا وسیله ده چې، د بریښنا په وسیله معلومات لېږدوي، پروسس کوي یا یې کنټرولوي. دغه سیستمونه په ورځني ژوند، مدیریت، صنعت، زده کړو، ترانسپورت، روغتیا او نورو برخو کې کارول کېږي او د چارو په تنظیم او مدیریت کې مهم رول لوبوي.
په ټوله کې بریښنایي سیستمونه د عصري ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې، ورځنیو چارو او انساني ژوند ته چټکتیا، آسانتیا او پرمختګ وربښي. په همدې توګه د بریښنايي سیستمونو رامنځته کول د بریښنايي حکومتوالۍ مهمه برخه ده چې، دا کار نه یوازې د خدمتونو د کیفیت لوړولو لامل ګرځي، بلکې د شفافیت، د قانون د حاکمیت او اقتصادي پرمختګ تضمین هم کوي.
کله چې په یوه اداره کې داسې سیستمونه رامنځته شي، پایله به یې په لاندې ډول وي:
۱- د خدمتونو چټکوالی: خلک کولای شي له کوره د دولت خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي، لکه: (جواز، تذکره، مالیه، د شکایت ثبتول).
۲- لګښتونه کمېږي: د سندونو د چاپ، تګ راتګ له امله لګښتونه کمېږي او وخت نه ضایع کېږي.
۳- د فساد کچه کمېږي: پروسې شفافیت مومي او د شخص د لاسوهنې مخه نیول کېږي.
۴- معلومات په ښه توګه اداره کېږي: اسندونه ډیجیټلي ساتل کېږي او هر وخت تر لاسه کېدای شي.
۵- د خلکو باور زیاتوي: حکومت ته د خلکو لاسرسی زیاتېږي او حساب ورکونه پیاوړې کېږي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه، ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو او د چارو د چکټیا په موخه، هڅه کوي څو په خپلو اداري او پلاني چارو کې له پرمختللو بریښنایي سیستمونو څخه ګټه پورته کړي.
په همدې موخه په وروستیو څو کلونو کې د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو برخو لپاره بریښنایي سیستمونه رامنځته شوي دي او هڅې روانې دي چې، د پاتې نورو برخو لپاره هم ګټـور او پـرمختللي بریښنایي سیستمونه رامنځته شي.
تر دې دمه د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالورژۍ او بشري سرچینو ریاستونو له لوري د اداري پړاونو د ساده او آسانه کولو په موخه، د بشري سرچینو په برخه کې د مالي او ادارې، عوایدو، ملکیتونو او د جواز ورکولو په برخو کې بریښنایي سیستمونه رامنځته شوي چې، یاد سیستمونه خپله د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له لوري، طرح، ډیزاین او جوړ شوي دي.
بریښنایي سیسټمونه د شفافیت، دقت او د چارو د پر وخت ترسره کېدو په برخه کې خورا ډېر ارزښت لري او موږ کولای شو له یادو سیسټمونو څخه په ګټې اخیستنې کره راپور او خپل معلومات ترلاسه کړو. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې، کابل ښاروالۍ داسې پیاوړي کدرونه لري، څو پرمختللي بریښنایي سیستمونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې پخوا به د داسې سیسټمونو په جوړېدو خورا ډېر مالي لګښت کېده. بریښنايي یا الکترونکي حکومتوالي له موږ سره مرسته کوي، څو د اړتیا وړ معلومات په ټاکلې موده کې ترلاسه کړو او د دې ترڅنګ له ښاریانو سره مرسته کوي چې، په ساده توګه د خپلو سندونو پړاونه پر مخ یوسي او په آسانۍ سره خپلې قانوني موخې ته ورسیږي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه وخت نا وخت اړونـدو مسـئولینو تـه سپارښتنه کوي، چې د ښاریانو عریضو ته هرڅه ژر رسېدنه وکړي، چې دا کار د دوی د جـدیت، ژمنتیـا او صـداقت ښکارندويي کوي.
کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د وړاندې کوونکې ادارې په توګه هڅې کوي، چې په غوره توګه ښاري چوپړتیاوې وړاندې او دخلکو رضایت ترلاسه کړي، خو د یوه ښاري په توګه د ښار وګړی مسئولیت لري، څو کابل ښاروالۍ ته لاس ورکړي او په ټولو برخو کې ورسره مرسته وکړي.
د کابل ښاروالۍ هڅې د صداقت او ریښتینوالی پر بنسټ ولاړې دي او ګام په ګام د کابل ښار د پراختیا او ښکلا په موخه کار کوي.


