الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال دککړتیا اغېزې د ژوند په بېلا بېلو برخو باندې

پښتون

16186.jpg (2500 × 1100)

انسان ته په طبعي ډول د الله (ج) لخوا د ژوند د ورکړې تر خوا ډیر لوی نور نعمتونه هم ورکړل شوي دي ، طبیعت یې ورته پداسې بڼه برابر کړی دی چې، انسان ورسره په آسانۍ سره توافق کولای شي، د ژوند د بېلا بېلو پړاونو لپاره ورته د چاپیریال برابرول ،د خوراک او څښاک د استعمال په برخه کې مناسبې لارښوونې، دغه ډول د ورته نورو حیواناتو تابع ګرځول ،تر څو چې انسان ترې ګټه پورته کړي، یو د بل حقوقو ته په درناوي باندې مکلف ګرځول دا ټول هغه انعامات دي چې، الله تعالی انسان ته ورکړي خو ددې ټولو انعاماتو سربېره یو لړ وجایب د انسان  پر وړاندې هم موجود دي چې، باید ورته پاملرنه وکړي یو له دغو وجایبو څخه یې اخروي او بله برخه یې دنیوي دي. د اخروي وجایبو عملي کیدل هم په همدې دنیا کې تر سره کیږي خو پایله او اجر یې په آخرت کې تر لاسه کولای شي. پدې برخه باندې زیات بحث نه کوو ځکه زموږ په موضوع پورې تړاو نلري. بله برخه دنیوي وجایب دي چې په پلي کیدوسره یې هم  ځانته او هم  نورې ټولنې ته خیر رسیږي . په دنیوي وجایبو کې انسان پدې مکلف دی تر څو د ښه ژوند د درلودلو لپاره  په  هغه عمل وکړي، پدغه وجایبو کې یو هم د طبیعت پر وړاندې د انسان مکلفیت او وجیبه ده چې د پاک ساتلو لپاره یې باید پاملرنه وکړي. په طبیعت کې د آکسیجن موجودیت د الله تعالی ډیر لوی احسان دی چې پر خپلو مخلوقاتو یې کړی، هوا په طبعي ډول پاکه ده خو انسان دی چې په خپلې بې غورۍ سره هغه ککړوي او بیرته همدغه انسان دی چې له همدغې ککړې هوا څخه تنفس کوي او په پایله کې د شدیدې ناروغۍ لامل ګرځي. دا چې پدې اړه مو لا ښه معلومات تر لاسه کړي وي نو اړینه ده تر څو ککړتیا و پېژنو او د انسان پر ژوند یې اغیزې په پوره ډول وڅیړو:

ککړتیا:

ککړتیا چې په انګلیسي ژبه کې ورته  (pollution ) وایي، د خاورې، هوا، او اوبو په کیمیاوي فزیکي او بیالوژیکي حالت غیر نا خوښه بدلون ته ککړتیا ویل کيږي، چې دغه بدلون د انساني او طبیعي پېښو له کبله رامنځته  کیږي.

د انساني ټولنې پرمختګ، په ټولنه کې د نفوسو زیاتوالی، او د تخنیکي وسایلو زیاتوالی هغه لاملونه او دي چې، د چاپیریال ککړتیا رامنځه کوي. په همدې توګه ککړتیا د طبعي چاپیریال سره د ګرد، دوړو، لوګیو، او د خينو نورو زیانمنونکو توکو له یوځای کېدو څخه منځ ته راځي چې د چاپیریال د ایکوسیستم د زیانمنولو لامل ګرځي.

ټول هغه مواد چې په چاپیریال کې د انسانانو پر روغتیا او  ژوند باندې بد اغیز وکړي همدغه د چاپیریال ککړونکی عوامل دي.

څرنګه چې لیدل کیږي پدې وروستیو کې د ناپاکې هوا شتون د انسانانو لپاره یوه لویه روغتیایي ستونزه شمیرل کیږي چې په پایله کې مرګونې ناروغۍ او ځینې نورې روغتیایي نیمګړتیاوې رامنځ ته کوي. یوې ساینسي څیړنې ښودلې ده چې، په نړۍ کې څلویښت سلنه مړینې د ناپاکې هوا له امله رامنځته کیږي. یوې بلې طبی څیړنې ښودلې ده چې نږدې د نړۍ نیمه برخه خلک په ښارونو کې ژوند کوي چې اکثره یې د ناروغیو د مخنیوي له برنامو څخه پاتې او د ایپډیمیک ناروغیو لکه شری او زکام سره مخ دی. د نړۍ (1،2) میلیونه انسانان د ناپاکه اوبو کارولو سره مخ دي چې ، د ټولو انتاناتو (80) سلنه جوړوي چې ددغو ناپاکو اوبو د کارولو څخه ( 1،2) میلیونو څخه تر (2،7) میلیونو پورې خلک د ملاریا د ماشي د لېږد او همدارنګه(3) میلیونه خلک د هوا د ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ککړتیا لاملوه:

په  عمومي ډول ککړتیا له دوه شیانو څخه رامنځته کیږي]

1:ـ لوګی(دود)

2:ـ ګرد یا دوړې

د ککړتیا ډولونه:

ککړتیا بېلا بېل ډولونه لري چې له راز راز سرچینو څخه رامنځته کیږي او ډول ډول پایلې لري چې هر یو یې د انسان په زیان دی. نو اړینه خبره ده چې باید مخنیوی یې وشي. په ټوله نړۍ کې کابو نهه ډوله سرچیني دي چې ککړتیا ترې رامنځته کیږي او دا نه چې د انسان په روغتیا د پام وړ اغیز کوي  بلکې په طبعي نړۍ هم ناوړه او منفي اغیزه لري. اوس نو راځو د ککړتیا په ډولونو باندې بحث کوو.:

 

1:ـ د هوا ککړتیا:

د اتموسفیر هغه ککړتیا چې د هوا طبعي ترکیب او  کیمیاوي جوړښت زیانمنوي د هوا له ککړتیا څخه عبارت دی. د هوا ککړتیا مرکبات عبارت دي له: کاربن دای اکساید، کاربن مونو اکساید نایتروجن ډای اکساید او ځینې نور بړاسونه.

د هوا ککړتیا هم له بېلابېلو سرچینو څخه رامنځته کیږي لکه، دموټرو فابریکې، ګرځنده منابع (الوتکې، موټرونه) او نور طبعي منابع( د ځنګلونو اورونه، آتشفشانونه، د دوړو بادیدل، د غیرې معیاري سون توکو څخه اګټه پورته کول او نور...

2:ـ د ځمکې ککړتیا:

د ځمکې ککړتیا په ځمکه کې د موادو د خوسا کیدو په  پایله کې رامنځته کیږي چې دزیات شمیر ناروغیو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.

د ځمکې ککړتیا د یو شمیر لاملونو په اساس رامنځته کیږي، لکه په بې پروایۍ سره د اوبو ضایع کېدل پداسې بڼه چې له هغې څخه ډنډونه جوړ او خوسا شي، په نامناسب ځای کې د کثافاتو او په ځمکه کې د تیلو ، مبلایلو او نورو سون موادو پاتې شونې غورځول تر دې چې هغه په کاربن دای اکساید بدل شي او زیات شمیر ناروغۍ رامنځته کړي.

3:ـ د اوبو ککړتیا:

د اوبو ککړتیا هم د ککړتیا له ډولونو څخه ده چې، په پایله کې یې زیات شمیر ناروغۍ رامنځته کیږی. د اوبو ککړتیا هم ځینې لاملونه لري چې مهم یې دا دي: د خاورو فلتر کول پاکو اوبو ته په تېره هغه خاورې چې د کاربن دای اکساید او  ځینو نورو مضرو کیمیاوي موادو سره ګډ وي، په  غیرې مسؤولانه توګه د کثافاتو  غورځول په پاکو اوبو کې او همدارنګه سیندونو ،لښتیو او ویالو ته د فاضلاب لارو غځول ، د میوو او سبزيو پاتې شونې ،ب اطله کاغذونه د سرخلاصو تشنابونو غایطه مواد چې په پایله کې یې ډیرې بدې اغیزې رامنځته کیږی، لکه د څښاک د اوبو کموالی، کروندو ته د اوبو کمښت او  یو شمیر نورې اغیزې...

4: غږیزه ککړتیا:

دا ککړتیا د هغه نه خوښوونکو آوازونو څخه عبارت ده چې، په پایله کې یې ډیر شمیر روحي تکلیفونه رامنځته کیږي او په سیمه کې د ښه ژوند تیرولو لپاره ګواښ رامنځته کوي، دا ککړتیا کېدای شي د راز راز لاملونو په اساس رامنځته شي لکه، د موترونو د زیات والي، د برقي ماشینونو، د هوایې ډګرونو ، د زیاتو کارخونو او یو شمیر نورو لاملونو په اساس... په لنډه توګه ویلای شو چې، د غږیزه ککړتیا د کلیوالي سیمو په پرتله په ښارونو کې ډیره حس کیږي.

په همدې توګه د ککړتیا ډیری ډولونه نور  هم موجود دي چې د یو څو نومونو په ذکر کولو یې بسنه کوو:

اتومي یا ذروی ککړتیا، چې ډیره یوه ګواښونکې ککړتیا ده او په هغه هېوادونوکې ډیره حس کیږي کوم چې، د جګړو شاهدان دي، حرارتي ککړتیا، د روښنایي ککړتیا، او نور ...

د ککړتیا اغیزې:

هر ډول ککړتیا د انسان پر ژوند بیلابیل اغیز لري، د بیلګي په ډول، د هوا ککړتیا په پایله کې تیزابي بارانونه رامنځته کیږي چې، د تیزابي بارانونو په پایله کې کرنیز فعالیتونه ټکني کیږي چې ورسره د خوراکي موادو کمښت رامنځته کیدای شي.

د اوبو د ککړتیا په پایله کې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ کیږو، همدارنګه یو شمیر هیوادونه چې د خوړو توکي یې سمندري سرچینو پورې انحصار دي هم له زیات شمیر ستونزو سره مخ کوي. د اوبو د ککړتیا په پایله کې یو شمیر ناروغۍ لکه ملاریا،ت  وبر کلوز،جلدي ناروغۍ، د هاضمې سیستم ناروغۍ، زیړي ناروغۍ او اسهال ناروغۍ رامنځته کیږي.

په همدې توګه د غږیزې ککړتیا په اساس د انسان په وجود  باندې ناوړه اغیزې رامنځته کیږي لکه په موقتي یا دایمي توګه کڼېدل، د ډیپریشن ناروغي، زیات حساسیت او بې حوصلې کېدل ، د بدن د دفاعي سیستم کمزوري کېدل د زړه ضربان زیاتېدل او نور... رامنځته کیږي.

کیمیاوي او ذروي ککړتیا هم د انسان پر ژوند منفي اغیز کوي، دبېلګې په ډول، که چېرې په یوه هیوادکې چګړه وي هلته کیمیاوي وسلې کارول کیږي، نو اړینه ده چې د هغه هیواد فضا، خاوره او اوبه ککړیږي چې ، په پایله کې راز راز ناروغۍ رامنځته کیږي، لکه: پیدایشي فلج والی او په فطري ډول د بدن دغړو معیوبیت او قطع منځته راتلل.