الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د غوره شخصیت جوړولو لارې چارې

"دلسوز"

16220.jpg (2500 × 1100)

شخصیت جوړونه ځانګړي مهارتونه او بېلابېل هنرونه غواړي. که تاسې له ځان څخه یو ښه شخصیت جوړول غواړئ، نو باید لومړی باور ترلاسه کړئ، په تجربو تمرکز زیات کړئ، ځان ته مو ارزښت ورکړئ او د ستونزو په وړاندې مبارزه پېل کړئ.

 که تاسې غواړئ چې یو ښه شخصیت ولرئ، نو لاندې څو ټکي په پام کې ونیسئ:

۱- باوري اوسئ او هېڅکله باور مه بایلئ!

باور د ښه ژوند یو ستر راز دی، که په ټولنه کې باور ولرئ؛ ژوند به مو له ستونزو سره په مبارزه کې مخکښ رول ولوبوي.

باور ستاسو د چلند د ځانګړتیاوو یوه مهمه برخه ده چې ستاسو شخصیت ورته اړتیا لري.

که مو یو ځل خپل باور بایلود، ستاسو شخصیت زیانمن او بې باوره کېږي.

تر هر څه زیات ستاسو ځان دېر اهمیت درلودنکی دی، خپل ځان مو په باور ارزښتمن کړئ.

۲- دروغ مه وایئ او ریښتیني اوسئ!

د شخصیت جوړونې لپاره یوه بله ښه ځانګړنه دا ده چې، تاسو باید تل صادق اوسئ او هېڅلکه دروغ ونه وایئ.

ځکه دروغ ویل نه یوازې دا چې تاسې د ټول عمر لپاره بې باوره کوي، بلکې تاسو لټۍ او تنبلۍ ته هم  هڅوي، ځکه که نن یو کار ونه کړئ او سبا مو رئیس ته دروغ (بهانه) وکړئ، راتلونکي کې هم دې کار ته اړ کېږئ؛ ددې لپاره چې ښه پرمخ ولاړ شئ، باید تل ریښتیني اوسئ.

۳- د ماتې هرکلی کوئ!

که تاسې بریالي خلک ګورئ، دوی په لومړي او دویم ځل دې مقام ته نه دي رسېدلي، تجربه او مهارتونه تاسې تر بریا رسوي، خو په دې لړۍ کې تاسې ممکن له ماتو سره هم مخ شئ، د بریاوو تر شاه چې کوم راز دی، هغه د ماتو زغمل دي او بریالي خلک ماتې زغملی شي.

۴- ټولنیزې اړیکي ښې وپالئ!

ښه اخلاق او ښې اړیکې د ټولنیز ژوند سینګار جامه ده. د ښه شخصیت لرونکي تل له نیک چلند او ښه سلوک څخه کار اخلي، که تاسې خپلې ټولنیزې اړیکې ښې او پراخې کړئ، نو هومره مو شخصیت هم ورسره لوړېدای شي.

 ۵- ځان ته مو یوه موخه وټاکئ! 

بریالي خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځان ته موخه هم ستره ټاکي.

که تاسې کوچنۍ موخه وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ؛ ښه خبره دا ده چې، ځان ته ستره موخه وټاکئ. دغه راز خپلو خیالونو او تخیلونو ته په سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته لا ښه پام وکړئ او خپله موخه تعقیب کړئ.

۶- تل امانت دار اوسئ!

دا باوري خبره ده چې، امانت خیانتول د انسان شخصیت بې باوره کوي. دروغ ویل، خیانت کول او په وعده وفا نه کول؛ هغه درې سترې ځانګړنې دي چې، په خپلېدا یې انسان دوه مخی، بې باوره او رسوا کیږي.

بریالي خلک تل امانت خپل مالک ته سپاري او نه یې خیانتوي.

۷- مسئولیت مننونکي اوسئ!

مسئولیت ستاسو چارې ښې تنظیموي او تاسو  د خپلو چارو ترسره کولو ته اړ باسي؛ څو له تېروتنو وژغورل شئ. بریالي خلک تل خپل مسئولیت په ډېر ویاړ مخته وړي او په دې خوښ وي چې، د خپلې زده کړې له آدرسه خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي. هر وګړی د ټولنې یو غړی بلل کیږي او ددې ټولنې په جوړښت او سمون کې باید مسئولانه رول ولوبوي.

۸- خپل وخت مدیریت کړئ!

هر انسان د عمر په اوږدو کې یو تر ټولو ارزښتناکه فرصت لري، چې هغه د وخت درلودل دی. که موږ هر څومره شتمني ولرو، خو وخت پرې نه شو اخیستلی.

د نن ورځې یوه شېبه په میلیاردونو پېسو بېرته لاسته نشو راوړلی. یو متل دی چې وایي: (وخت د زرو څخه زیات قیمت لري.) 

بریالي خلک تل له خپل وخت څخه ښه ګټه پورته کوي، دوی همداراز له ځان سره د ورځنېو بوختیاوو یو مهالوېش هم لري چې خپلې چارې د همدې مهالوېش مطابق مخته وړي.