الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

ژوي او حشرات؛ زموږ د ژوند نه بېلېدونکې برخه

آ-الکوزی

16550.jpg (3556 × 1564)

ژوي او حشرات د طبیعت هغه مهم موجودات دي چې، د انسان ژوند ورسره تړلی دی. که موږ د ځمکې، اوبو، هوا، نباتاتو او انسانانو ګډ ژوند ته وګورو، هر ځای کې د حیواناتو شتون احساسېږي. دوی یوازې د ځنګلونو او دښتو موجودات نه دي، بلکې زموږ د ښارونو، کلیو او کورونو برخه هم دي. زموږ په نړۍ کې هر ژوندی موجود خپله خپله برخه لري. ژوي او حشرات د چاپېریال د پایښت، توازن او دوام لپاره بنسټیز اهمیت لري. د حیواناتو شتون په خاوره، اوبو، هوا، نباتاتو او حتی د انسان په ژوند مستقیم او غیر مستقیم اغېزه لري. د بېلګې په توګه:

اقتصادي ارزښت

مالداري د ډېرو هېوادونو د اقتصاد مهمه برخه ده. د څارویو څرمن، هډوکي، شات او نور تولیدات د کورنیو لپاره د ګټې غوره سرچینې دي. په کلیوالو سیمو کې خلک د مالدارۍ له لارې خپل ژوند پرمخ وړي او د کرنې د پرمختګ لپاره هم له حیواناتو ګټه اخلي. همدا ډول د کابل ژوبڼ چې افغانستان کې یوازینی ژوبڼ دی، هم د ژویو او مارغانو د ساتنې او پالنې غوره ځای‌دی او هم په اقتصادي لحاظ د ګټې یوه ښه سرچینه ده. 

د طبیعت توازن

ژوي د طبیعت د توازن ساتلو بنسټیزه برخه جوړوي. کوچني حشرات لکه مچۍ د نباتاتو د ګلونو ګرده له یوې ونې بلې ته وړي، چې د مېوو او سبو د تولید لامل کېږي. مرغان، پیشوګانې او ځینې نور کوچني حیوانات د مضرو حشراتو او کوچنیو ځناورو شمېره راکموي، چې دا د کرنیزو فصلونو او باغونو لپاره ستره ګټه ده.

حیوانات د خوړو په سلسله کې هم مهم رول لوبوي.

ښکاري حیوانات د بوټو خوړونکو نفوس کنټرولوي او بوټي خوړونکي د نباتاتو د ودې مخه نیسي، که چېرې دا توازن ګډوډ شي، د یو ډول د زیاتوالی د بل ډول د ورکېدو لامل کیږي، چې له امله یې په چاپېریال کې ګډوډي رامنځته کیږي. موږ هره ورځ د حیواناتو له محصولاتو لکه، غوښو، شیدو، هګیو، کبانو او شاتو څخه ګټه اخلو او دا زموږ د ورځني ژوند د خوراک برخه ده. د لبنیاتو محصولات لکه مستې، پنیر او کوچ د شیدو له برکته جوړېږي، چې د انسانانو د روغتیا لپاره اړین خوراکي مواد لري.

د خاورې حاصلخیزي

د ځینو حیواناتو فعالیت، لکه څاروي، حشرات او د ځمکې چینجي خاوره بډایه کوي. د دوی ضایعات د طبیعي سرې په توګه کار کوي، د خاورې کیفیت ښه کوي، کوم چې د کرنې لپاره حیاتي دي.

ځینې ژوي لکه چینجیان په خاوره کې د زرغونتیا وړتیا زیاتوي او د نباتاتو د ښې ودې لامل کېږي. مارغان «مرغان» او حشرات د کثافاتو او عضوي موادو په تجزیه کولو کې مرسته کوي او چاپېریال پاک ساتي.

د نباتاتو القاح او د تخمونو خپرېدل

مچۍ، مرغان او ځینې کوچني ژوي د نباتاتو القاح کې مهم رول لوبوي.

د دوی له برکته ډېرې مېوې، سابه او نباتات کولی شي القاح او تولید وکړي. مرغان، حشرات او ځینې نور حیوانات د تخمونو خپرېدلو کې مهمه ونډه لري، کوم چې د ځنګلونو د بیا ودې لامل کیږي.

د اوبو د سیستم ساتنه

اوبه د ژوند اساس دی او ژوي د اوبو د سرچینو په ساتنه کې په غیر مستقیم ډول پیاوړې ونډه لري. د بېلګې په توګه، د سیندونو او ویالو په غاړو کې ځینې موجودات د نباتاتو د ودې لپاره اړین شرایط چمتو کوي او اوبه پاکوي. د کبانو شتون د اوبو کیفیت او د کوچنیو ژوندیو موجوداتو د نفوس په کنټرولولو کې مرسته کوي.

د پاکې هوا او اقلیم توازن ساتل

ځنې حیونات او حشرات د نباتاتو د ودې طبیعي بهیر کې ځانګړې برخه لري. نباتات یې په بدل کې د آکسیجن تولیدولو او د کاربن‌ډای اکسایډ جذبولو سره هوا پاکوي. پدې توګه، حیوانات او حشرات په غیر مستقیم ډول د هوا پاکولو او د اقلیم د توازن په ساتلو کې مرسته کوي.

د ناروغیو او آفتونو کنټرول

حیوانات او حشرات د طبیعي آفت وژونکو په توګه عمل کوي. د بېلګې په ډول، شوپرک د مچانو او حشراتو د نفوس په کنټرول کې مرسته کوي، کوم چې د ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي. مارغان په کرنیزو ځمکو کې د حشراتو او آفتونو طبیعي دښمنان دي.

کلتوري، اقتصادي او علمي اهمیت

حیوانات او حشرات نه یوازې د چاپېریال برخه دي، بلکې دوی د انسانانو لپاره د اقتصادي، روغتیایي، علمي څېړنو او کلتوري ارزښت سرچینې هم دي. له غواګانو څخه نیولې د ورېښمو تر چینجي او له کورنیو څارویو څخه تر ځنګلي حیواناتو پورې، دوی ټول زموږ په ورځني ژوند اغېزه کوي. که موږ د حیواناتو اهمیت په ښه توګه درک کړو، پوهېږو چې د دوی ساتنه د انسانانو د ژوند د پایښت لپاره اړینه ده. د ځنګلونو ساتنه، د ښکار مخنیوی او د کورنیو حیواناتو ښه پالنه نه یوازې د حیواناتو ژوند ژغوري، بلکې زموږ د راتلونکو نسلونو د سوکالۍ ضمانت هم کوي. د کابل ښاریانو یو ښه دود دا دی چې، د کورنیو مارغانو ښکار نه کوي. «قومرۍ» چې په فارسی کې ورته « موسیچه » وایی، د کابل په کورونو کې ځالې جوړوي او پرته له وېرې خپل ژوند ته دوام ورکوي. دغه کوترو ته ورته مارغان، د کابل په کورونو کې د خوړو پاتې شوني او دانې راټولوي او د یادو کورنو دایمی غړي ګڼل کیږي. کابل ښاریان ورته احترام لري او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې ښکار یې کړي چې دا دود د ستایلو دی.

زموږ وروستی پیغمبر، حضرت محمد«ص» حيواناتو سره د مهربانۍ او نرمۍ حکم کړی دی.

سهیل رضی الله عنه وايي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يو اوښ وليد چې ګيډه يې له شاه سره نښتې وه، نو د هغه مالک ته يې وويل:  د دغه بې خولې او بي ژبې حيوان په هکله له الله تعالی څخه ووېرېږه! په ښه شان د سورلۍ کار ورڅخه اخله او په ښه شان خوراک ورکوه.

سنن ابی داود - حدیث نمبر 2509