الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

پلاستیک؛ د انسانانو او طبیعت ستر دښمن

"عزیزي"

16751.jpg (2500 × 1100)

انسانان د خپل ژوند د پایښت لپاره د خوراک، څښاک او د نورو اړتیاوو ترڅنګ پاک چاپېریال ته هم اړتیا لري، ترڅو وکولای شي پرته له کوم ګواښ او وېرې خپل ژوند ته دوام ورکړي .

چاپېریال د مخلوقاتو، هوا او توکو ګډه سیمه ده، چې  د ساتنې په برخه کې یې انسانان ډېر رول لوبولی شي، ځکه انسانان کولای شي د چاپېریال په پاک ساتلو سره خپل او د نورو ژوند خوندي وساتي او برعکس کولای شي ځان او نور وګړي له زیانونو او ګواښونو سره لاس او ګریوان کړي. 

د انسان د ژوند کولو شاوخوا سیمه چاپېریال بلل کیږي، چاپېریال د انسان له ژوند سره نه شلېدونکې او مستقیمه اړیکه لري. د چاپېریال د کلمې په اورېدو د انسان ذهن ته د هغه پاکوالۍ او ساتنه راځي، کله چې اسلامي احکام مطالعه کوو، نو موږ ته د لمانځه د ادأ کولو اجازه نه راکوي، تر هغې چې بدن، جامې او د لمانځه لپاره ټاکل شوی ځای مو پاک نه وي.

د چاپېریال په ککړتیا او زهرجن کولو کې د نورو توکو ترڅنګ پلاستیک هم یو لوی ګواښ شمېرل کیږي چې له پخوا ورته د روغتیا او چاپېریال ساتنې برخې د کارپوهانو  پام شوی او په نړیوالو او ملي کچو یې د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي. 

پلاستیک څه شی دی؟

پلاستیک د بسپارش او پلیمویزاسیون موادو ګډ ترکیب دی او په بېلابېلو ډولونو جوړیږي، چې د نورو صنعتي توکو د پلور لپاره د انتی اکسید، پلی بوتادین او یو شمېر نورو توکو په ترکیبي جوړښت کې ورڅخه ګټه پورته کیږي.

په سـوداګـریزه توګـه لــومـړی پلاستیک نیترت سولولز وو چې، د امریکا په متحده ایالاتونو کې یوه پېړۍ وړاندې وکارول شو او  د لوبو توکي به ترې جوړېدل او بازار ته به وړاندې کېدل، چې وروسته بیا د کڅوړو او په یو شمېر نورو برخو کې هم ترې کار واخیستل شو.

که له یوې خوا پلاستیک د ډېرو مهمو وړتیاوو لکه د رطوبت ضد، اوږ د عمر او نورو خاصیتونو درلودونکی دی، خو له بلې خوا دغه صنعت د انسانانو ژوند ته هم لوی ګواښ دی او په مضره زهرجنو موادو بدلېدای شي.

همدا اوس په نړۍ او افغانستان کې له دغه صنعت څخه په زیاته کچه د کڅوړو په بڼه ګټه پورته کیږي. امریکا او کاناډا په کال کې تر ۱۰۰ میلیونه ټنه زیات پلاستیک تولیدوي، دغه پلاسټیک د کڅوړو، پلاستیکي لوښو او نورو توکو په بڼه کاریږي.

د نړیوال اقتصادي فورم یو راپور وړاندوینه کوي چې، د اوسني وضعیت له مخې به تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې په سمندرونو کې د پلاستیک اندازه د ټولو کبانو څخه ډیره وي. د دې راپور له مخې هر کال شاوخوا ۱۰ ملیون ټنه پلاستیک د نړۍ سمندرونو ته تیریږي، دا په یوه دقیقه کې د کثافاتو د یوې لارۍ سره مساوي دی او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به دا اندازه په یوه دقیقه کې د کثافاتو دوه  لاریو ته ورسیږي. 

که تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې په دې برخه کې ستر ګامونه پورته نه شي، د ورځې به په هره دقیقه کې د کثافاتو د څلورو لاریو په اندازه پلاستیک سمندر ته ننوځي.

 په کابل ښار کې په لسګونو هټیوال پلاسټیکي کڅوړې او پلاسټیکي توکي پلوري او تر ۱۰۰۰ پورې کسان په ښار کې پلاستیکي کڅوړې ګرځوي.

د وروستیو شمېرو له مخې په کابل کې د ورځې تر ۴۰۰ زرو پورې پلاستیکي کڅوړې پلورل کیږي او شاوخوا پنځه نیم ټنه پلاستیکي کثافات تولیدیږي.

دغه راز د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړي ژوند کوي، که هر وګړی په ورځ کې یو پلاسټیک مصرف کړي، ۴۰ میلیونه پلاسټیکونه کیږي. زموږ ډېری توکي په پلاستیکونو کې کورونو ته وړل کیږي.

اوس خو اوبه او غیر الکولي مشروبات هم په پلاستیکي بوتلونو کې ورکول کیږي، چې د پلاسټیکي کثافاتو کچه یې لا ډېره کړې ده.

د پلاستیک زیانونه

پلاستیکي او نایلوني توکي د تجزیې او ټوټه کېدو وړ نه دي. که اوبو ته ولویږي، یا په ځمکه کې پاتې شي، له ۵۰۰ تر ۹۰۰ کلونو پورې په خپل حال پاتې کیږي. په ډنمارک او ایټالیا کې له ټولو خلکو نه د نایلوني او پلاسټیکي توکو د ویلي کولو په بدل کې ۱۵ سېنټه مالیه اخيستل کیږي.

پخوا به خلکو له ټوکرانو، مزریو او لوخو څخه کڅوړې او ټوکرۍ جوړولې او خلکو مېوه او نور توکي په همدې کڅوړو کې راوړل، چې له مصرف وروسته به یې یو شمېر هغه د سون توکو په بڼه سوځولې، خو نن ورځ هېڅ ځای د لوخو او مزریو کڅوړې نه موندل کیږي.

څیړنې ښيي، چې یوځل مصرفه توکي له پلي سټایرن او پي وي سي نفتي توکو څخه جوړیږي، چې له ۶۵ سانټي ګریډ درجو زیات تودوخه کې له نورو توکو سره یوځای کیږي او انسان ته زهري او سرطاني ناروغۍ پیدا کوي.

په اوبو کې که تاسې لیدلي وي پر راغونډو شویو پلاسټیکونو کثافات او حشرات هم را ټولیږي، چې د سمندر او ځمکې ژوي یې په خوراک کې له مرګ سره مخ کیږي.

که حیوان مړ شي، له خېټې یې پلاستیک بیا ژوندی راوځي او همداسې تر ۵۰۰ او ۹۰۰ کلونو پورې عمر کوي.

ډېر کسان پلاسټیکونه خښوي، په داسې حال کې، چې دا د ځمکې اوبيیزو سرچینو ته زیان رسوي او د تودوخې په ټاکلې درجه کې یې زهرجن توکي له اوبو سره ګډیږي.

د پلاستیک د له منځه وړلو حل لارې چارې

په نړۍ کې ددې ستونزې د  هواري په موخه، اوس له بوټو جوړېدونکي یوځل مصرفه لوښي جوړیږي، چې له درې تر شپږو میاشتو پورې له منځه ځي. د امریکا او اروپا په اکثریت هوټلونو کې همدا ډول لوښي کاریږي.

په اروپايي هېوادونو کې اکثریت معدني اوبه په ښیښه یي بوتلونو کې پلورل کیږي.

د چاپېریال د پاکوالي په موخه، په هر هېواد کې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه شته خو، د دې سربېره په دې برخه کې د سوداګرو، ښاریانو او توکو پلورونکو رول مهم دی. که چېرې هر څوک د خپل ښار او روغتیا په برخه کې  مسئولیت منونکي و اوسي نو نه یوازې دا چې ګټه به یې خپل ځان او ښار ته رسېدلې وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره به یې هم یو سالم چاپېریال پرې اېښی وي.

عامه پوهاوی د یو کار د غوره پایلو د لاسته راوړلو یوه مناسبه او مطلوبه طریقه ده، چې د جوماتونو، غږیزو، انځوریزو، چاپي او ټولنیزو رسنیو له لارې ترسره کیږي، که چېرې د پلاستیک د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، کېدای شي موږ د پلاستیک له وژونکو زیانونو څخه خوندي پاتې شو. له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسئولیت ادأ کړی؛ د ښار د بېلابېلو ناحیو له اوسېدونکو سره د پلاستیک د ناوړه زیانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې دي او همدا راز له ټکرانو څخه د جوړو شویو کڅوړو د کارونې لپاره پراخ کمپاینونه ترسره شوي دي.

تر هغې چې، په بازارونو کې دپلاستیکي کڅوړو ځای کاغذي کڅوړې نیسي او موږ له پلاستیکي کڅوړو ګټه اخلو، نو اړینه ده چې دغه کڅوړې باید په یو خوندي ځای کې وساتل شي، ځکه که مو هر ځای وغورځولې چاپېریال مو ککړوي، ناروغۍ ترې پیدا کیږي او بلاخره د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په نړیواله کچه دې د چاپېریال ساتنې ادارې د پلاستیک د نه کارونې په برخه کې نوي قوانین وضع کړي او دولتونه دې مکلف کړي چې بدیله لاره ورته ومومي، څو مو له یوې خوا چاپېریال سالم او له وژونکو میکروبونو خوندي وي او له بلې خوا به مو  د انسانیت روانې قافلې ته خوندي لاره پرانیستي وي.