الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې په ټیټ او مناسب قیمت د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه

21 عقرب 1404

 17052.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښار په دوه ویشت ګونو ناحیو کې په ټیټ قیمت د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه. د امارتي شرکتونو رئیس مولوي احمدجان بلال په دې تړاو وویل: د شمال د ډبرو سکرو شرکت به د اړوند مسئولینو په همغږۍ د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ټاکل شویو ځایونو ته د ښاریانو د اړتیا وړ ډبرو سکاره ولېږدوي. د نوموړي په وینا؛ کابل ښاریان کولای شي یو ټن د ډبرو سکاره له ټاکل شویو ځایونو څخه په (۶۸۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي. همدا راز د امارتي شرکتونو رئیس وویل چې، (۱۳۰) زره ټنه د ډبرو سکاره په مناسب قیمت چمتو شوي دي څو ښاریانو ته د ژمي په موسم کې اړینې آسانتیاوې رامنځته شي. ورته مهال د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي احمدشاه الکوزي وویل چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین د ګذر وکیلانو په مرسته له دې لړۍ څخه څارنه کوي څو پېرودونکي له ستونزو سره مخ نه شي. همدا راز د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثمانيپه خپلو خبرو کې وویل چې، له احتکار او په لوړ قیمت د ډبرو سکرو له پلور څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا  ځانګړې کړنلاره جوړه شوې ده چې پر بنسټ به یې د ویش له لړۍ څخه دوامداره څارنې وشي. د یادونې وړ ده چې، په دوه ویشت ګونو ناحیو کې د ډبرو سکرو د ویش د ټاکل شویو ځایونو په اړه به ډېر ژر د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له ځانګړو رسنیزو کانالونو څخه معلومات خپاره شي، څو ښاریان وکولای شي په مناسبه بیه له یادو ځایونو خپل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره ترلاسه کړي