د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د روژې د میاشتې په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

 د روژې د برکتناکې میاشتې په رارسیدو کابل ښاروال خپلو محترمو ښاریانو ته مبارکي وایي روژه د قرانکریم د نازلیدو میاشت او د اسلام اساسي رکن دی، چې د ټولې نړۍ مسلمانان یې هر کال په عبادتونو لمانځي. هیله لرم چې کابل ښاریان دا میاشت د عبادتونو ترڅنګ، بیوزلو سره په مرسته، ښاري حقونو ته په پام او د ټولنیزو ـ اخلاقي پولو په ساتنه کې ولمانځي. همدا راز له دوکاندارانو هیله لرم چې د خوراکي توکو په پلور کې عدل او نیاو نه کار واخلي، څو مو هیوادوال کورونو کې دا برکتناکه میاشت په خوښۍ ولمانځي . خدای تعالی دې د خپلې همدغې برکتناکې میاشتې په خاطر هیواد کې تلپاتې سوله راولي. امین