الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې له بازارونو څخه ۱۷۵۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

 17099.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۱۷۵۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۸۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د څلورمې ناحیې له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنې روانې وي.  له ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي او همدا راز پلورونکو ته سپارښتنه کېږي چې، په لارو او کوڅو کې د لوډسپیکر په کارولو سره د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نشي