الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

‎ ملت ‎او‎ ملیت

محمدامین "مومند"

17282.jpg (5000 × 2200)

ملت او ملیت هغه دوه کلیمې دي چې، د انساني ټولنې د جوړښت، هویت او ګډ ژوند د تعریف کولو بنسټ جوړوي. که څه هم دا دواړه اصطلاحګانې ډېر وخت یو ځای کارول کېږي، خو هر یو  یې ځانګړې معنا، ځانګړتیا او تاریخي شالید لري. د دغو کلیمو د دقیق درک لپاره، اړینه ده چې، هره یوه یې جلاجلا وڅېړل شي. په اسلام مبارک دین کې چې د برترۍ معیار تقوا او پرهیزګاري ګڼل کیږي، په دې معنی چې په اسلام مبارک دین کې قوم، ژبې، سیمې او رنګ ته کومه پاملرنه نده شوې، بلکې تقوا او پرهیزګاري ده چې د یو انسان مقام پرې د الله تعالی پر وړاندې لوړیږي.     

الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب قران عظیم الشان کې فرمایلي دي:                           

ژباړه: اې خلكو! موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسې قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو تاسې يو او  بل سره وپېژنئ. په حقيقت کې د الله(ج) په وړاندې ستاسې څخه تر ټولو  زيات عزتمند هغه څوك دى چې، په تاسې کې تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله(ج) په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.

‎سُورَةُ الحُجرَات -۱۳

‎الله تعالی په پورته آیت کې فرمایلي دي چې، انسانان یې له یو نارینه آدم(ع) او یوې ښځې حوا(رض) څخه چې، د ټولو پخوانیو او تېرو شویو انسانانو، اوسنیو انسانانو او د قیامت تر ورځې پورې زېږېدونکو انسانانو اصل او مورینګه ده، لومړی د سرو مېږیانو په څېر زېږولي او بیا یې د پېژند او تعارف په پار ټولنیزې، ټبریزي، ... څانګې ګرځولي، خو په دوی کې يې عزتمن، د الله(ج) څخه ډېر وېرېدونکي او د ګناهونو او جرمونو څخه ځان ساتونکي وګړي ستایلي دي. له شکه پرته الله(ج) پر هر څه پوهېدونکی او خبر درلودونکی ذات دی. 

‎د ملت او ملیت په تړاو ځیني وګړي سیاسیون، حقوقپوهان او ... انګیري او حتی بېلابېلې لیکنې او ویناوې لري، چې ګواکې ملت یوه معنی او ملیت بله معنی او مفهوم لري، په داسې حالت کې چې، دواړه اصطلاحګانې یو مصدر او مفهـوم لري، یوه د بلې مکمله او متممه او یو مفهومي مسیر او تګلوری تعقیبوي، نه دا چې ملت یوه معنی او ملیت بله معنی لري، په لاندې کرښو کې یې توضیحات لیکل شوي دي.

پورتنی قرآني حکم او له موضوع سره د تړاو  په پار مې اړینه وګڼله چې، لومړی تابعیت او بیا ملت او ملیت تعریف او رڼا پرې واچول شي:

‎‎تابعیت د متبوع هېواد او د هغه هېواد د جغرافیا په دننه کې د تابعینو / تابع وګړو ترمنځ یو حقوقي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تلپاتې ملي او هیوادنی تړښت او اړیکه او د یو هېواد د وګړو  ملي او نړیواله پېژندنه ښیي. د تابعیت په تعریف کې د متبوع چې له هېواد څخه عبارت دی او تابع چې له ملت څخه عبارت دی او  د تابع او  متبوع ترمنځ له اړیکي او تړاو یادونه شوې. یو متبوع هېواد د هغه هېواد د تابعینو یا ملت او د متبوع هېواد ملت یا اتباع د هغه متبوع هېواد په نوم پېژندل کیږي، لکه: د مور کور  هېواد/ افغانستان ټول وګړي چې، د افغان ملت او  یا افغان وګړو هېواد/ مور_کور  هېواد د افغانستان په نوم پېژندل کیږي.

‎د ملت او ملیت تر عنوان لاندې موضوع د ښه وضاحت په ځانګړي ډول د (ملیت)اصطلاح د لغوي او اصطلاحي (حقوقي، سیاسي، ادبي، ګرامري) تعریف او مفهوم د اشتباه او  مغالطې د پېژندلو او ښه درک لپاره غوره ده، هره یوه اصطلاح (ملت، ملیت) بېله بېله توضیح او رڼا پرې واچول شي. 

‎د ملت اصطلاح عربي کلیمه او لغوي معنی يې الامة، الناس،الحالت، القوم .. ده.

‎الامة: امت، ټولی، ډله،ټولګی، ګروپ او په نړیواله کچه د یو ګډ دین، یوې ګډې عقیدې، یو ګډ او متحد شرعي نظر ، یو ګډ شرعي فکر او یو ګډ شرعي عمل او تګلارې لرونکو وګړو  ډله او مجموعه یا ټولګه ده.

‎الناس: خلک، وګړي، افراد او اشخاص. 

‎الحالت: حالت، کیفیت او څرنګوالی، وضعیت

‎القوم: د یو هېواد د ملت یا د سیمې د وګړو ټولنیز جوړښت د لویې ټولګې یوه برخه یا ټولنیزه او نسبي څانګه ده. همدارنګه د څو ملتونو چې، په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي، یوه ټولنیزه او نسبي څانګه ده.

‎ملة: عقیده، ایمان، آیین،جماعت، فرقه، ډله...

‎لومړۍ برخه_ ملت:

‎ملت د شرعي او دیني اصطلاح ترڅنګ سیاسي اصطلاح هم ده، معمولاً د یو ډول نظر، یو ډول عقیدې، یو ډول عمل او یو ډول آیین لرونکو وګړو ټولګه ده                                                                                                                                                                                                                                 

‎الف_ ملت په دیني او شرعي /اسلامي اصطلاح کې: د نړۍ په کچه د یوې ګډې عقیدې، ایمان، دین او شریعت لرونکو  وګړو  یوه ټولګه ده.

‎ب_ ملت په سیاسي او حقوقي اصطلاح کې: ملت چې د یو هېواد د قلمرو (ځمکني حریم، فضایي حریم، اوبیز  یا سمندري حریم) په دننه کې د هغو وګړو  ټولګه ده چې، ګډه ملي / رسمي ژبه، ګډ فرهنګ او کلتور، ګډ ارمان، ګډ تاریخ، ګډه ماضي، ګډه جغرافیه، او نور ګڼ مشترکات لري او د خپل متبوع هېواد د حیثیت،ګټو، دفاع، پرمختګ او راتلونکي لپاره ګډه موخه او فعالیت لري.

‎دویمه برخه_ ملیت:

‎د ملیت اصطلاح له دوو کلمو(مل +یت)‎څخه رغول شوې چې، مل = ملت یعنې مل معنی ‎او مفهوم ملت دی او (یت) ‎کیلمه د مل یا ملت د جوهر، اصل او مـاهیت ‎څرګنـدوي، پـه دې معنی چـې د ملیت ‎اصطـلاح د ملـت د اصـالت، جوهـریـت او مـاهیت څرګندونه کوي، نه د قوم، قبیلې یا نسبي فرقې ‎او قومي تړاو او پړاو. 

د ملیت اصطلاح د یو قوم او نسبي اړیکو معنی نه ښندي، بلکې د یو ملت کیفیت، جوهریت، ماهیت او اصل څرګندوي او د ملي والي او ملي توب یا په دري ژبه د (ملي بودن) مفهوم لري. د بېلګې په توګه، د انسانیت کلیمه د انسان توب، د اسلامیت کلیمه د اسلامي توب، د افغانیت کلیمه د افغان توب،د رجولیت کلیمه د رجل توب، ... معنی او  مفهوم لري، نه دا چې انسان یوه معنی او  انسانیت بله معنی، افغان یوه معنی او افغانیت بله معنی لري، بلکې یوه کلیمه د (یت) په زیاتېدلو سره د بلې کلیمې ماهیت او کیفیت ښیي.

د افغانستان په ملي پېژندپاڼو کې هم د ملیت اصطلاح د ملي هویت، ماهیت او جوهریت څرګندونه کوي او دا ښیي چې، د ملي پېژندپاڼې لرونکی شخص په ملي لحاظ څوک او کوم ډول هویت لري، نوموړی افغان او که د کوم بل هویت لرونکی شخص دی.

د ملیت چې، د ملي توب مفهوم لري په مقابل کې د افغان ویاړمن نوم لیکل کیږي.

‎ملت په سیاسي او حقوقي لحاظ د یوه هېواد د څو قومونو، مذهبي او دیني جوړښتونو ،آن تر دې چې د نژادونو  یو ملي جوړښت او یوه ملي ګلغنچه ده. 

د اسلامي او ملي ارزښتونو د غوړېدنې، ساتنې، پالنې او په غوره ډول د پلي کېدنې په هیله.