الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مشرانو ټولنیزه انزوا؛ د تجربې او حکمت ضایع کېدل

فهیم "دانش"

17357.jpg (1200 × 528)

لویان، مشران یا هم د ډېر عمر لروونکي کسان د هرې ټولنې هغه خزانې دي چې، د کلونو اوږد ژوند، تجربې، حکمت او زده کړې لـه ځانه سـره لـري او د اوسني نسل د لارښوونکو په توګه ډېر ګټور رول لوبوي. په کار ده چې د لویانو تجربو او حکمتونو ته پوره پاملرنه وکړو، ځکه په اوسنۍ زمانه کې د لـویانو د ژوند وضعیت د ژورې اندېښنې وړ موضوع ده.

هغه ټولنیزه انزوا چې زموږ یو شمېر لویان یې په چوپه خوله تجربه کوي په داسې حال کې چې، د هغوی سوله ‌ییز فکر، د ستونزو د حل مهارت، د اړیکو ساتلو وړتیا او د ژوند له طوفانونو سره د مبارزې تجربه د کورنیو او ټولنو لپاره د ثبات مهمه سرچینه ده.

له نېکه‌مرغه زموږ په ټولنه کې مشرانو ته پوره درنښت کېږي او په لویو او ملي مسایلو کې یې نظرونه او وړاندیرونه د کاڼي کرښې ګڼل کېږي، خو غربي هېوادونو کې بیا د مشرانو دغه ډول درنښت او وقار نشته چې دا هم ګڼ دلایل لري. د بېلګې په ټوګه، غرب کې د کورنیو د غړو منځنی شمېر ممکن درې کسان وي. مېړه، ښځه او یو ماشوم. دغسې کورنو کې د مشرانو یا هم بوډاګانو غوره ساتنه او پالنه خورا ستونزمنه ده ځکه خو یې د حکومت لخوا جوړ شویو کورنو ته لیږي څو په غوره ډول یې ساتنه او پالنه وشي. خو برعکس زموږ په ټولنه کې د کورنیو د غړو شمیر زیات دی او د مشرانو ساتنه او پالنه پکې آسانه ده.

سره له دې چې زموږ کلتور د لویانو درناوی د ټولنیزو ارزښتونو مهم اصل ګڼي، خو په عملي ژوند کې د هغوی ونډه او شتون ورځ تر بلې محدودېږي. د هرې ورځې په تېرېدو سره ځینې لویان له کورنۍ، قبیلې او ټولنې څخه د لرېوالي احساس کوي. کله چې لویان د مشورې، لارښوونې او ملاتړ په ساحه کې برخه واخلي، ټولنه له غلطو تګلارو ژغورل کېږي او نوي نسل ته د اخلاقو، صبر، زغم او انساني برخورد درس ورکوي. د هغوی شتون نه یوازې د کورنۍ د برکت او اتحاد لامل دی، بلکې د کلتوري ارزښتونو، فرهنګي میراث او تاریخي حافظې د ساتلو اساسي ستنه هم ګڼل کېږي.

په اکثره کورنیو کې د مصروفیتونو زیاتوالي، د وخت کمښت، د ټکنالوژي پراختیا او د نوي نسل پر ژوند د عصري کړو وړو اغېزو، زاړه خلک د خبرو، ملګرتیا او لاسته راوړنو له اصلي چاپېریاله بېل کړي دي. ډېری ځوانان د لویانو سره مشورې، خبرې او ناستې ته د یوې اضافي چارې په سترګه ګوري، حال دا چې د هغوی تجربې، ژوند لید او حکمت د ټولنې د ودې لپاره ارزښتناکه پانګه ده.

له ټولنیز اړخه، لویان د تاریخ ژوندي اسناد دي؛ د دوی تجربې هغه پټې خزانې دي چې نسلونه پرې وده کوي. یو داسې ځوان چې له یوه تجربه‌ کار مشر سره ناسته ولاړه کوي، د ژوند په ډېرو پړاوونو کې له خطا او بې خبري څخه ژغورل کېږي. کله چې ټولنه د لویانو تجربو ته د پاملرنې کچه راکمه کړي، په اصل کې د پوهې د هغه سلسلې حلقه پرې کوي چې د نسلونو ترمنځ یې تل ثبات ساتلی دی. له بده مرغه، زموږ په ډېرو ښارونو او کلیو کې د لویانو د فکري فعالیت لپاره ځانګړي مرکزونه، ټولنیز پروګرامونه او ملاتړ شتون نه لري، چې دا تشه د هغوی د انزوا کړۍ نوره هم پراخوي.

په پایله کې دې نتیجې ته رسېږو چې، د لویانو ټولنیزه انزوا یوازې د یوې ډلې ستونزه نه ده؛ دا د ټولنې د ارزښتونو، مسئولیتونو او راتلونکي پرمختګ او سلامتۍ موضوع ده.

که موږ د خپلو مشرانو تجربې، حکمت او حضور له لاسه ورکړو، په واقعیت کې د خپلې ټولنې د فرهنګي او انساني شتمنۍ یوه مهمه برخه به مو له لاسه وکړي وي. د نسلونو ترمنځ پُل ساتل د پرمختللې، احساس لرونکې او باادبه ټولنې اصل دی، او د لویانو درناوی هغه ارزښت دی چې د ټولنې د پرمختګ بنسټ پرې ټینګ ولاړ دی.