
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په لوړ پوړیزو سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او څرنګوالي څخه څارنې روانې دي چې، په پایله کې یې د لوګي د تولید لسګونه سرچینې پېژندل شوې او تر اړینو سپارښتنو وروسته یې د لوګي د تصفیې فلټرونه نصب کړي دي. د مسئولینو په وینا؛ سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې شوې او له دوی ژمنه اخیستل شوې څو هرڅه ژر د لوګي د تصفیې فلټر نصب او فعال کړي او د فلټر د نشتون په صورت کې به له مرکز ګرمۍ څخه ګټه پورته نه کړي. د کابل ښاروالۍ مسئولینو تر دې وړاندې د ودانیو مالکانو ته پوهاوی ورکړی چې، د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر د داش د توان په پام کې نیولو سره عیار او فعال کړي او وروسته پکې په تدریجي ډول سون توکي واچوي، ځکه په دې کار سره اور نه مړ کېږي او د لوګي له تولید څخه مخنیوی کېږي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار کوي چې، د لوګي د تصفیې فلټر باید په اونۍ کې یو ځل په دقیقه توګه کنټرول او پاک شي. همدا راز د هر ډول تخنیکي ستونزې او د پرزو د خرابوالي پرمهال دې ژر تر ژره اقدام وشي


