
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د ښار په کچه له بازارونو څخه راټول شوي، ۴۹ زره او ۲۴۹ کیلوګرامه تېر وخته او بېکیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي د ګمارل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه بهر په ګزک سیمه کې له منځه یووړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي نجیبالله زاهد په دې تړاو وویل: په دغو توکو کې شېدې، ملایي، بسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس او پاپړ، شامپو، صابون او غیر الکولي څښاک توکي شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ مسئولین د ښار په کچه له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنې کوي او غوښتنه کېږي چې، پلورونکي دې د تېر وخته او بېکیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي. همدارنګه، له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.
د یادونې وړ ده چې، په له منځه وړل شویو توکو کې یو شمېر لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو هم شامل وو.
نږدې ۵۰ ټنه بېکیفیته او تېر وخته توکي له منځه یوړل شول


