الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په معیاري پراختیا او اقتصادي وده کې د پلاني سیمو رول

“عزیزي”

ښار له هغه پراخه سیمې څخه عبارت دی چې، په هغه کې ډېر نفوس ژوند کوي او خلک یې له کرنې پرته په نورو فعالیتونو او کارونو بوخت وي.
په ښار کې د بېلابېلو کلتورونو لرونکي خلک تر ځانګړو اصولو، قوانینو او مقرراتو لاندې ژوند کوي.
په نړۍ کې لومړی جوړ شوی ښار له میلاد څخه ۵۵۰۰ کاله وړاندې بین النهرین دی.
په لومړنیو ښارونو کې د وګړو شمېر کم وو، ځکه خو یې دېوالونه درلودل ترڅو یې وګړي وکولای شي له نظامي ګواښونو اوبریدونو څخه ځان وژغوري.
د تاریخ لیکونکو په وینا؛ انسانانو له پیدایښت سره سم هڅه کوله چې د ژوند له پخواني سبک، په غارونو او ځنګلونو کې له ژوند کولو څخه را ووځي او خپل ځان ته د ښه ژوند آسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړي، همدا لامل وو چې، د ښارونو جوړولو ته مخه شوه.
معیاري ښارونه هغه ښارونو ته ویل کېږي چې، په هغه کې خلکو ته د هوسا او منظم ژوند زمینه برابر وي او بېلابېل اقتصادي فعالیتونه پکې روان وي.
د ښار په معیاريتوب کې د نورو لاملونو ترڅنګ، د پلاني سیمو ډېرېدل مهم رول لري چې، په وسیله یې د ښارونو پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابرېږي.
پلاني سیمې هغه منظمې او طرحه شــوې ښـاري سیمې دي چـې، د ښاري پلان جوړونې د اصولو پر بنسټ جـوړې شـوې وي او د استوګنې، سوداګرۍ، خدمتونو، ترانسپورت، تفریح او زرغون چاپېریال لپاره مناسب جوړښت ولري.
کله چې، د ښار په یوه څنډه کې سیمې پلاني شي نو ورسره جوخت لاندې آسانتیاوې رامنځته کېږي:
۱- ښاري نظم او ترتیب:
ښاري نظم د یوه ښار د سمـون، پـرمختګ او هوســا ژونـد بنسټ جوړوي. د ښاري نظم شتون د ښاري ژوند کیفیت ښه کوي. کله چې یوه سیمه پلاني شي نو په هغه کې کوڅې، سړکونه، کورونه او نور عامه تأسیسات جوړېږي، چې په دې سره په ښار کې نظم رامنځته کېږي.
۲- د هوسا ژوند رامنځته کېدل:
هوسا ژوند هغه آرام، باثباته او خوښ ژوند ته ویل کېږي چې، انسان پکې د بدني، ذهني، ټولنیز او اقتصادي اړخونو له پلوه ځان خوندي، ارام او ډاډمن احساس کړي.
په پلاني سیمو کې اوسېدونکي ترانسپورت، روغتیا، پوهې او بازار ته لاس رسی پیدا کوي چې، ورسره جوخت د هوسا ژوند لپاره آسانتیاوې رامنځته کېږي.
۳- د ترافیکي ستونزو کمښت:
ترافیکي ګڼه ګوڼه هغه لویه ستونزه ده چې، مخ پر دوه ښارونو کې ښاریان ورسره لاس او ګریوان وي او له امله یې دوی نه شي کولای په کمه موده او ټاکلي وخت کې له یوه ځای څخه بل ځای ته سفر وکړي. کله چې په ښار کې پلاني سیمې ډېرې شي، سړکونه پراخېږي، تم ځایونه او پلې لارې رامنځته کېږي او په ټوله کې ترافیکي ستونزې کمښت مومي.
۴- د مناسب چاپېریال رامنځته کېدل:
زرغونې سیمې د ښاري ژوند حیاتي برخه ده. هر ښار باید د ښاري پراختیا تر څنګ زرغونې سیمې هم ولري. کله چې یوه سیمه پلاني شي، ورسره جوخت زرغونې سیمې پراختیا مومي او همد راز فاضلاب او کثافات په ښه توګه مدیریت کېږي.
۵- د سیمو د اقتصادي ارزښت لوړېدل:
په غیر پلاني سیمو کې د املاکو ارزښـت ټیـټ وي، ځکه چـې پـه هغې کې اقتصادي او د پانګونې فرصتونه کم وي، خو کله چې، سیمې پلاني شي، ملکیتونه ارزښت پیدا کوي او پانګوال لېواله کېږي ترڅو په هغه کې مناسبه پانګونه وکړي.
۶- د امنیت او ثبات رامنځته کېدل:
د امنیت شتون د انساني ژوند یوه اساسي اړتیا ده، په منظمو پلاني سیمو کې امنیتي ارګانونه په منظمه توګه فعالیت او څارنې کوي او دا چاره د دې لامل کېږي چې، امنیت ټینګ او ثبات رامنځته شي.
۷- د ښاري کلتور پیاوړي کېدل:
کله چې، سیمې پلاني شي، هلته د پوهې کچه لوړېږي او همدا راز د ښار په وړاندې د خلکو د مسئولیت منلو کلتور پیاوړی او بډایه کېږي. ځکه هلته د هرې برخې مسئولین د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په وخت رسېدنه کوي او خلک اړ دي څو په پلاني سیمو کې د ځانګړو اصولو له مخې ژوند وکړي.
په ټوله کې ویلای شو چې، د سیمو په پلاني کېدو سره خلک د ژوند ټولو اساسي اړتیاوو ته لاس رسی پیدا کوي او د ښاري خدمتونو اړوند ادارې کولای شي هلته پر وخت معیاري خدمتونـه وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې د کابل ښار ۷۵ سلنه برخه غیر پلاني ده، خو کابل ښاروالۍ اوس د نورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د ښاري سیمو د پلاني کولو په برخه کې هم پروژې تر لاس لاندې لري چې، په پلي کېدو سره به یې د کابل ښار په اقتصادي وده او معیاري پراختیا کې غوره بدلونونه رامنځته شي.