محمدامین مومند

آذان چې د الله(ج) د شامل، جامع، کامل او معاصر دین او شریعت امر، د لمانځه د اداینې لپاره د ټاکلي وخت د څرګندتیا او اعلانولو یو
شرعي عمل او نبوي(ص) سنت دی، د روحاني عمل ترڅنګ د مؤذن د سږو په انقباض او انبساط (د تنفس په عملیه) کې یو طبي او فزیکي تمرین او ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې ډول دي:
۱- اذان؛ انسان ژور تنفس ته هڅوی او تحریکوي:
اذان کوونکی د اذان پر مهال د اوږدو کلیمو او جملو ویلو او تلفظ کولو له امله د اوږدو ساه ګانو اخیستلو او په کنټرول شوي ډول د ساه ایستلو ته په عملي او فزیکي ډول چمتووالی ښیې او سږي ورسره په ښه ډول پراخیږي او ټولیږي، چې له امله یې د سږو د تنفس عملیه په غوره توګه عمل کوي او د ساه اخیستنه او ایستنه په عادي ډول ترسره کیږي.
۲- اذان، د انسان ذهن او اعصابو ته آرامتیا بخښي:
د اذان پر مهال د انسان پام د مراقبې په څېر ساه یا تنفس ته ور اوړي، د ذهني او اروایي فشار د کمولو او د زړه د نظم د برابرولو لامل ګرځي.
۳- اذان؛ د تنفسي عضلاتو د پیاوړتیا لامل ګرځي:
څرنګه چې د اذان ویلو لپاره د حنجرې، دیافراګم او د سږو د عضلاتو منظم انقباض او انبساط ته جدي اړتیا لري او له دې پرته اذان کېدای نه شي، د اذان د کلیمو، جملو او اعرابو(فتحهې، ضمې، کسرې، شد، مد…) په تلفظ او اداء کولو سره تنفسي عضلات پیـاوړي او د تنفس عملیه په آسانۍ تر سره کېږي.
۵- د اذان په کولو سره د انسان په ځانګړي ډول مسلمان مؤذن د سږو د هوا بدلون او د تنفس عملیه ښه کیږي:
د اذان د کلیمو او جملو په ویلو سره ژوره ساه اخیستل او خوشې کیږي او له امله یې په سږو کې د آکسیجن د جذب او د کاربن ډای اوکسایډ بهیر ښه او ګړندی کیږي.
په ټولیزه توګه اذان د دیني/اسلامي اړخ لرلو سربېره، پر سږو لاندې روغتیایي اغېزه لري:
ژوره ساه اخیستنه او ایستنه، د سږو د حجم لویوالی، انقباض او انبساط ، د تنفسي عضلاتو (حنجرې، دیافراګم، د سږو د عضلاتو انقباض او انبساط)، د تنفسي عضلاتو تمرین او پیاوړتیا، روحي او ذهني آرامتیا.
د سږو په انقباض او انبساط کې د اذان بنسټیز رول او اغېز


