
د لومړۍ ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۳۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه، ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د مسئولینو په وینا؛ پلورونکي او مصرف کوونکي باید د توکو د پېر او پلور پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي څو د بېلابېلو ناروغیو له خپرېدو مخنیوی وشي.
د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنه کېږي او سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
د لومړۍ ناحیې له بازارونو ۳۵۰۰ کیلو ګرامه تېروخته او بې کیفیته توکي راټول شول


