الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوبو د کمېدو ګواښ او د واورې او باران اوبو د زېرمه کولو اړتیا

“عزیزي”

اوبـه د ژونـد د بنسـټ په تـوګه هغه نعمت دی چې، د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند او د ځمکې طبیعي نظام پرې ولاړ دی.
له بده مرغه د نفوس زیاتوالی، اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د اوبو ناسم مدیریت او د طبیعي سرچینو بې ځایه کارونه، د دې لامل شوي چې، د اوبو کمښت د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د یوې جدي ستونزې په توګه مطرح شي.
اسلام اوبه یو ډېر مهم نعمت بللی دی او الله تعالی په خپل کتاب قرآن عظیم شان کې اوبه د ژوند بنسټ ګرځولې دي.
الله(ج) د الانبیاء سورت په ۳۰م آیت کې د ابو د ارزښت په اړه فرمايي: ژباړه «او موږ هر ژوندی شی له اوبو څخه پیدا کړی دی.»
د دې آیت شریف پر بنسټ اوبه د ژوند بنسټ دی او له دې مهم او حیاتي نعمت سره باید غیر مسئولانه چلند ونشي.
همدا راز الله(ج) په الواقعه سورت کې د نورو نعمتونو د بیانولو په لړ کې اوبه هم یادې کړې دي او انساناتو ته یې لارښوونه کړې چې، شکر وباسي او بې ځایه یې ونه کاروي.
د الوقعه سورت په ۶۸م ایت کې الله تعالی فرمايي: ژباړه: «آیا هغه اوبه مو لیدلې، چې څښئ یې؟»
نبي کریم(ص) د اوبو په مصرف کې اسراف کول ناروا بللی او له مسلمانو څخه یې غوښتي چې، حتا د اوداسه په اوبو کې هم اسراف ونه کړي.
پیغمبر(ص) فرمايي: ژباړه « په اوبو کې اسراف مه کوه، که څه هم روان سیند ته نږدې وې.» ابن ماجه.
له دې ټولو اسلامي لارښوونو څخه څرګندېږي چې، اوبه باید د یوه ارزښتناک نعمت په توګه وپېژنو. د څښاک، کرنې، صنعت او ورځني استعمال لپاره که موږ اوبه بې ‌ځایه مصرف کړو، نه یوازې دا چې خپله راتلونکې له ګواښ سره مخ کوو، بلکې د نورو مخلوقاتو ژوند ته هم ګواښ پېښولی شو.
د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور موندنې ښيي چې، تر ۲۰۲۵، ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو پورې به په نړۍ کې نږدې ۵ میلیارده وګړي د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخ شي.
د دې راپور پر بنسټ په ډېری هېوادونو کې به د ځمکې لاندې اوبو سرچینې په کلني ډول له ۱متر څخه تر ۳ مترو ښکته شي.
افغانستان هم د اقلیمي بدلون له اغیزو په امن نه دی، په دې هېواد کې هم د وچکالۍ، اوبو ضایع کېدو او د واورې د کمښت له امله د اوبو زیرمې له ګواښ سره مخ دي.
باران او واوره زموږ د اوبو له اساسي سرچینو څخه دي، خو ډیری وخت دا اوبه ضایع کېږي، ځکه موږ د اوبو زیرمه کولو لپاره ځانګړی سیسټم نه لرو،که چیرې دا اوبه په منظمه توګه زېرمه شي، د وچکالۍ، کرنیزو اړتیاوو، اوبو لګولو، د څښاک اوبو او چاپېریال د خوندي کولو لپاره به خورا اغېزناک وي.
د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د کرکیلې لپاره تر ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستل کیږي چې، په دې سره د څاه ګانو شمېر د هر کال په تېرېدو ډیریږي.
که د ژمي په موسم کې اوبه بېرته ځمکې ته جذب نه شي نو په طبیعي توګه ورسره د ځمکې لاندې اوبو کچه تیټېږي او شونې ده چې، دا وضعیت تر ټولو ګواښوونکی کړکیچ رامنځته کړي.
د افغانستان ډېره برخه نسبتاً وچه هوا لري او د کلني باران د ورېدو کچه په کې کمه ده، خو ډیری وختونه دا کم ورښت هم په سیمه کې د سیلابونو لامل ګرځي، چې کنترول او مدیریت یې اړین دی.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د باران د اوبو هر څاڅکی ارزښت لري، خو د افغانستان په ښارونو او کلیـو کې بیـا دا بـارانونـه ویجاړوونکی اغېز لري او اوبه یې هم ضایع کېږي.
د دې لپاره چې، د واورې او باران اوبه زېرمه شي تاسو ته څو او آسانه لارې در پېژنو:
۱- د ساده څاه ګانو کېندل: د کورونو د بامونو څخه راوتلې اوبه یو ځای ته راټولې کړئ، دا سیستم ارزانه، عملي او ګټور دی.
۲- کرنیزو ځمکو ته د باراني اوبو ور پرېښودل: کولای شو د لښتیو او ویالو له لارې باراني اوبه کرنیزو ځمکو ته د جذبېدو په موخه ولېږدو.
۳- د کوچنیو بندونو او یا په غرونو کې ژور ځایونه رامنځته کول: کله چې باران وشي او یا هم واوره ویلې شي د اوبو یو ښه بهیر رامنځته کوي، که د دې اوبو لپاره بندونه، زېرمې او کانالونه جوړ شي، نو دا کولای شي په وچ موسم کې د کرنې، څښاک او انرژۍ تولید لپاره ستره سرچینه وي.
د باران او واورې اوبو راټولول نه یوازې د اوبو د کمښت ستونزه راکمـوي، بلکـې د چـاپېریال، اقتصاد او ټولنیز ثبات لپاره هم ګټور دي، که دا لارې په فردي، ټولنیز او حکومتي کچه عملي شي، نو د اوبو پایښت تضمین کېدای شي.
د اوبو د سرچینو کمېدل یوه نړيواله ستونزه ده او د هر انسان مسئولیت دی چې، د دې نعمت قدر وکړي.
پرته له تدبیره، راتلونکي نسلونه به د پاکو اوبو له حقه بې‌برخې وي.
موږ باید د اوبو هر څاڅکي ته د نعمت په سترګه وګورو، د باران او واورې اوبه له اسمانه راځي، خو زموږ مسئولیت دی چې دا اوبه څنګه خوندي، زېرمه او وکاروو.
د دولتونو، موسسو، ټولنو او هر وګړي ګډ مسئولیت دی چې، د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه وکړي، څو نه یوازې نن، بلکې سبا ته هم سالم چاپېریال او باکیفیته ژوند ولرو.