
کابل ښار د وچکالۍ پر غاړه
د اوبو د ګواښ ریښتینی انځور
لومړۍ برخه
چمتو کوونکۍ: عبادالله بارکزی
کابل ښار چې د افغانستان پلازمېنه ده، په وروستیو کلونو کې د نفوس زیاتوالي، اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د اوبو د زېرمو د ناسم مدیریت له امله د اوبو له جدی کمښت او ګواښ سره مخ دی.
دې ستونزې نه یوازې د عامو وګړو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د چاپېریال، روغتیا او ښاري پراختیا لپاره یې هم ګواښونه را ولاړ کړي دي.
د ځمکې لاندې اوبه د یو هېواد د ټولنیز- اقتصادي پرمختګ لپاره یوه مهمه سرچینه او په پرمختللو هېوادونو کې یوه حیاتي سرچینه ده. کابل په نړۍ کې پنځم ګړندی وده کونکی ښار دی او د هغو ښارونو په ډله کې دی چې، په نړۍ کې له اوبو څخه د ګټې اخیستلو ترټولو لوړ فشار لري.
کابل په تېرو دوو لسیزو کې د چټک او په لویه کچه غیر پلان شوي ښاري کېدو شاهد دی.
د کابل په اوبو حوض کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د ډېر استخراج له امله راټیټه شوې ده.
د کابل حوزه یوه نیمه وچه سیمه ده چې، په کلني ډول شاوخوا ۳۳۰ ملي متره باران پکې ورېږي، چې ډیری اورښتونه یې د ژمي په میاشتو کې د واورې په بڼه رامنځته کیږي.
که څه هم د ځمکې لاندې اوبه معمولاً په طبیعي ډول بیا دېرې او نوي کیږي، خو کله چې د بیا دېرېدو او کارولو توازن ګډوډ شي، د دې قیمتي سرچینې اندازه کمیږي او کچه یې ورځ په ورځ راټیټیږي.
دا چی تر ډیره د ځمکې لاندې د اړتیا وړ اوبه شتون لري، آسانه لاسرسی، د اعتبار لوړه کچه او غوره روغتیایي کیفیت یی د دې لامل شوی چې هرڅوک هڅه کوي د امکان تر حده د استوګنې، څښاک، صنعتي، زرغونو او کرنیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې وکاروي.
کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه، د اوبو د زېرمې له کچې څخه دوه برابره زیات دی.
په پایله کې، چټک ښاري کېدلو او د ځمکې لاندې اوبو څخه بې سارې ګټه اخیستنې د کابل ښار د اوبو کیفیت په ښکاره ډول زیانمن کړی دی.
د اوبو سرچینې هم له کمښت، هم د کیفیت له پلوه او هم د ناسم مدیریت له امله له جدي ګواښ سره مخ دي. که چېرې د اوسنيو ستونزو او ننګونو د حل لپاره بېړني، ګټور او علمي اقدامات او اړینې پرېکړې پر وخت ترسره نشي، نو دغه حالت به د یوې پراخې او نه جبرانېدونکې پېښې د رامنځته کېدو لامل شي.
له همدې امله اړینه ده چې، مسئول بنسټونه د اوبو د دوامداره مدیریت لپاره همکاري، پلان جوړونه او د سرچینو ساتنه جدي وګڼي.
د ستونزې لاملونه:
۱. پرله پسې وچکالي او د اقلیم بدلون.
۲. د ښار شاوخوا نباتاتو پوښښ او د څړځایونو کمښت.
۳. د ځمکې لاندې اوبو په مصرف او اغېزمن استعمال کې د سپما نشتوالی.
۴. له ځمکو بېنظمه ښار جوړونه.
۵. د زېرمو غیر قانوني کیندنه.
۶. د باراني اوبو ضایع کېدل.
۷. د پاکو اوبو نه سپما.
اغېزې:
- د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کمښت.
- د روغتیایي ستونزو ډېروالی.
- د خاورې ککړتیا زیاته شوې.
- د کرنې لپاره اوبه کمې شوې.
حل لاری:
۱. د اوبو ذخیره کولو سیستمونه جوړول
۲. د څاهونو قانوني کول او ثبت
۳. د باراني اوبو راټولولو پروژې
۴. د عامه پوهاوي کمپاینونه
پایله:
کابل ښاریان او اړوند مسئولین باید د اوبو مدیریت ته جدي پام وکړي، ځکه که نن اقدام ونهشي، نو سبا به د بحران د مهار فرصت له منځه ولاړ شي. د دوامداره حل لارو پلی کول، د خلکو همکاري او د نړیوالو مرستو جذبول، کولی شي دا ستونزه تر ډېره کنټرول کړي.
په کابل ښار کې د اوبو اهمیت او د اوبو اوسنی وضعیت
اوبه د ژونـد بنسټیزه اړتیا ده، نه یوازې د انسان، بلکې د ژویو، نباتاتو او په ټوله کې طبعې بقاء پر اوبو ولاړه ده. کابل چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او نفوس لرونکی مرکز دی، د اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی.
د اوبو کموالي، ککړتیا، د مدیریت نشتوالي او د اقلیم بدلون، دا ستونزه نوره هم ژوره کړې ده.
کابل ښار د وچکالۍ پر غاړه


