
چمتوکوونکي: ناصري
ښار د تمدن د هندارې به توګه، هغه ټولنیز چاپېریال دی چې، انسان پکې د ژوند، کار، زده کړې، تفریح، تګ راتګ او نورو ټولنیزو تعاملاتو لپاره خپل ټول وجود چمتو کوي. ښـاري تأسیسات، لکه سړکونه، پلونه، پارکونه، برېښنا، د اوبو شبکې، ښوونیز او روغتیایي مرکزونه او… د یوه ښار د بقاء او پرمختګ لپاه د وینې حیثیت لري.
دا ښکاره خبره ده چې، د ښاري تأسیساتو شتون د انساني ژوند اساسي اړتیا ده، نو ساتنه او پاملرنه یې هم د ټولو ملي او ټولنیز مسئولیت ګڼل کېږي. که ښار ته د یوه ژوندي موجود په سترګه وګورو، نو ښاري تأسیسات یې د وجود هغه رګونه دي چې، د ژوند روان پکې جاري وي.
د ښاري تأسیساتو اهمیت:
ښاري تأسیسات یوازې د فزیکي جوړښتونو ټولګه نه ده، بلکې دا د ولس د ژوند د کیفیت معیارونه ټاکي.
کله چې یو سړک سم وي، یو پارک ښکلی او زرغون وي، یا یو روغتون فعاله وي، نو دا یوازې یو خدمت نه، بلکې د ولس پر ذهن، روان، اقتصاد او حتی دیني او اخلاقي افکارو مثبت اغېز لري.
د بې مسئولیتۍ زیانونه:
د ښاري تاسیساتو له ساتنې پرته، ښار د ګډوډۍ ښکار ګرځي. د سړکونو خرابوالی نه یوازې ترافیکي ستونزې زېږوي، بلکې د وخت ضایع کېدل، د وسایطو تخنیکي زیان، د ناروغیو پراختیا او د ناورینونو احتمال زیاتوي. پارکونه، چې باید د تفریح، آرام او ټولنیزې همغږۍ ځای وي، د ویجاړتیا او د ښاریانو د نه پاملرنې له امله پر شاړو او له کثافاتو ډکو سیمو بدلېږي.
د ټولنیزې همکارۍ اړتیا:
د ښاري تأسیساتو ساتنه یوازې د دولت مسئولیت نه دی، بلکې دا یو ټولنیز او مدني مسئولیت دی. هر وګړی، هر ماشوم، هر پلورونکی، هر موټرچلوونکی او هر مامور باید دا درک کړي چې، که له ښاري تأسیساتو ساتنه ونه کړي ، که په پارک یا نورو ځایونو کې ونه یا نیالګی ونه کري، که کثافات کوڅې ته واچوي، نو دا ټول په ټولنه کې د انسانانو ګډ ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
د ملي شتمنۍ حرمت ساتل یوازې شعار نه، بلکې عمل ته اړتیا لري. اسلام هم د پاکۍ، نظم، امانتدارۍ، او د خلکو د ګډو شتمنیو د حرمت سپارښتنه کړې ده.
رسول الله(ص) فرمایلي دي: (پاکي د ایمان یوه برخه ده.)
د مدیریت رول:
ښاروالۍ، دولتي ادارې او خصوصي سکتور باید د ښاري تأسیساتو د رغولو ترڅنګ، د هغوی د ساتنې لپاره هم دوامداره پلانونه ولري.
د عامه پوهاوي برنامې، ښوونیز کمپاینونه، د قانون پلي کول او د ښاري کلتور دودول هغه چارې دي چې، باید جدي ونیول شي.
ښاري کلتور یوازې له دولت څخه نه پېل کېږي، بلکې د هر وګړي له روښانه ضمیرڅخه پېل کېږي. که یو ماشوم له ماشومتو څخه دا زده کړي چې، عامه تأسیسات د ټول ملت ملکیت دی، هغه به هېڅکله ونه غواړي چې یو ګل یا یو نیالګی مات کړي. که یو موټر چلوونکی پوه شي چې، د سړک ساتنه د ده د موټر د عمر د اوږدولو لامل دی، هغه به له بې نظمۍ څخه ډډه وکړي.
ښاري تأسیسات زموږ د ژوندانه ښکاره هنداره ده او له هغه سره زموږ تعامل د ټول ملت اخلاق، شعور او کلتور څرګندوي.
راځئ چې د یوې پرمختللې ټولنې عزت او حیثیت وساتو، د عامه شتمنیو ساتنه د عبادت په توګه وبولو او دا پیغام نورو نسلونو ته ولېږدوو چې، (ښار زموږ ګډ کور دی او کور ته خدمت کول عزت دی.)
که موږ غواړو چې یو پاک، منظم، ښایسته او پرمختللی ښار ولرو، نو باید د ښاري تأسیساتو د ساتنې کلتور په ټولنه کې دود کړو. ښاري تأسیسات زموږ د بچیانو راتلونکی، زموږ د ژوند معیار او زموږ د عزت څرګندویي کوي.
نو راځئ چې دغه دروند امانت، د زړه له کومې وساتو او راتلونکو نسلونو ته یې سالم وسپارو!
د ښاري تأسیساتو ساتنه، ټولنیز مسئولیت دی


