
د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۴۳۱۰ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز او ۱۲۷ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا د څانګې له خوا څارنې روانې دي او اړتیا ده چې، ټول ښاریان د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي.
همدا راز نوموړي زیاته کړه چې، هټیوال او پلورنکي دې د خپلو توکو د پلورلو پر مهال د لوډسپیکرونو په کارولو سره په سړکونو او کوڅو کې د غږیزې ککړتیا لامل نشي.
د دیارلسمې ناحیې له بازارونو څخه ۴۳۱۰ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته توکي راټول شول


