
په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمښت په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د یوولسمې او پنځلسمې ناحیې په سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او څرنګوالي څارنه وشوه.
د څارنو په پایله کې څرګنده شوه چې، تر سپارښتنو وروسته په لسګونو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټمونه په معیاري فلټرونو سمبال شوي دي. همدا راز له یو شمېر سرغړونکو ژمنه واخیستل شوه څو هرڅه ژر د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر نصب او فعال کړي.
کابل ښاروالۍ د ودانیو مالکانو ته سپارښتنه کړې چې، د لوګي د تصفیې فلټر د مرکز ګرمۍ د داش ظرفیت په پام کې نیولو سره چمتو کړي او د داش د روښانه کېدو پرمهال یې فعال وساتي او وروسته پکې په تدریجي ډول سون توکي ور اضافه کړي، ځکه دا کار د ډېر لوګي له تولید څخه مخنیوی کوي.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار کوي چې، د لوګي د تصفیې له فلټر څخه باید په دوامداره توګه څارنه وشي او که چېرې کومه تخنیکي ستونزه رامنځته کېږي ژر تر ژره دې ورته رسېدنه وشي.
د یوولسمې او پنځلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د لوګي د تصفیې فلټر له څرنګوالي څارنه وشوه


