
د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له خوا د دیارلسمې ناحیې ۴۴ تنو ګذر وکیلانو ته د وکالت باور لیکونه وویشل شول.
په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده، د کلتوري چارو رئیس قاري ولیگل جواد او د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد ګډون کړی ؤ.
په دې برنامه کې، د ګذر وکیلانو مسئولیتونه او مکلفیتونه تشریح شول او یادونه وشوه چې، دا باورلیک یو رسمي سند دی چې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا صادریږي او په سیمه کې د ګذر وکیلانو مسئولیتونه او صلاحیتونه پکې رسمي تأیید شوي دي.
همدارنګه ټینګار وشو چې، دا سند بشپړ رسمي حیثیت لري او وکیلان یې باید له تر لاسه کولو وروسته د ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې له اړوند ادارو سره همکاري وکړي.
د مراسمو په پای کې د ښاري نظم د رامنځته کېدو، د عوایدو راټولولو او د کابل ښاروالۍ د نورو پلانونو د پلي کولو په برخه کې د دیارلسمې ناحیې د یو شمېر ګذر وکیلانو کړنې وستایل شوې.
د دیارلسمې ناحیې ۴۴ تنو ګذر وکیلانو ته باور لیکونه وویشل شول
25 جدی 1404


