
د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په څلورلارې، میرویس میدان، قمبر څلورلارې او نورو ورڅېرمه سیمو کې د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، د یادې ناحیې د ښاري نظم د کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کمېټې غړو پرېکړه وکړه چې، په پلیو لارو او سړکونو کې باید د توکو د اېښودو او د هر ډول خپلسریو مخنیوی وشي.
همدا راز د کمېټې غړو وویل چې، د هټیو مخې ته او پلیو لارو کې ناقانونه تاسیسات باید ویجاړ اوګرځنده پلورونکي او لیني موټر دې له ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو ولېږدول شي.
د ښاري نظم کمېټه چې، د بېلابېلو ادارو له استازو او سیمه ییزو شوراګانو څخه جوړه شوې ده، ټینګار کوي چې، په پوره همغږۍ باید د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شي او د قانون د حاکمیت، د ښاري نظم ښه والي او ښاري سرغړونو ته د رسېدو په برخه کې دې دوامداره او جدي فعالیتونه ترسره شي.
په پنځمه ناحیه کې د ښاري نظم د کمېټې ناسته ترسره شوه
30 جدی 1404


