د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شنو سیمو ودې په موخه د کابل ښاروال پیغام

د کابل درنو ښاریانو څخه بلنه! کابل ښاروالۍ د شنو سیمو ودې او د سالم چاپيریال رامنځته کولو په موخه د ښار په اوږدو کې د لا ډیرو پارکونو رغولو پخاطر ستاسو د کابل درنو ښاریانو نقدي مرستو او پانګونو ته اړتیا لری. کابل ښاروالۍ د پارکونو رغولو، شنو سیمو ودې او کابل ښار کې د لا ښکلا په موخه د ښار په بیلا بیلو برخو کې د لا ډیرو معیاري پارکونو بیارغولو چاري پيل کوي، د پارکونو د طرحو او ډیزاین چارې تر فنې او تخنیکي څیړونو وروسته، د ښاري اړتیاوو له مخې چمتو شوي چې د اشخاصو او مرستندویه بنسټونو تر نظریات وروسته د اصلاع وړ دي، د دي برسیره کابل ښاروالۍ په پام کې لري د پانګونې او مناسب کار پيدا کولو په برخه کې تر ډیره بریده ښاریانو سره مرسته وکړي. یوځل بیا له ټولو درنو ښاریانو، هم له سوداګرو،شرکتونو،مدنی بنسټونو او د خصوصي سکټور نورو غړو نه چې د دي پارکونو رغولو او په ښار کې د شنو سیمو ودې کې د ګډون لیوالتیا ولري، هیله ترې کیږي چې په دي معنوي او فرهنګي مهم کار کې زمونږ سره برخه واخلي.