
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست، د څلورمې ناحیې اړوند سیمو کې د ودانیو د مرکزګرمي سیسټمونو د لوګي د تصفیې فلترونو د فعالوالي څرنګوالی تر کنټرول او څارنې لاندې ونیوه.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي آمر منیر احمد مبارز، په دې تړاو وویل: د په دې برخه کې د پر لپسې څارنو له امله اړین اصلاحات رامنځته شوي دي او که چېرې کومه سرغړونه ولیدل شي، نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
نوموړي زیاته کړه: د کابل د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمښت په موخه، د مرکزګرمۍ سیسټمونو او د فابریکو، روغتیايي مرکزونو، ودانیو، استوګنیزو کورونو، حمامونو، نانوایانو او نورو د هوا ککړوونکو اصنافو د دودکشونو د لوګي معیاري تصفیې فلترونو فعال ساتل حتمي او ضروري دي.
په دې وروستیو څو ورځو کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د څارنو په پایله کې، یو شمېر چاپېریالي سرغړوونکو ته اړینې سپارښتنې شوې او ترې ژمنه واخیستل شوه څو د مرکزګرمۍ سیسټمونو د کارولو پر مهال د لوګي د تصفیې فلترونه هرڅه ژر فعال کړي.
په څلورمه ناحیه کې د مرکز ګرمۍ سیستمونو د لوګي د تصفیې د فلترونو له فعال والي څارنه وشوه


