الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ژمي په ساړه موسم کې خپله روغتیا او سلامتیا خوندي کړئ


شاه محمود “درویش”
دا یو روښانه واقعیت دی چې ویل کېږي، په نړۍ کې د هر انسان لپاره د هر څه څخه غوره پانګه روغتیا او سلامتیا ده او له روغتیا پرته انسان خپلی چارې (که هغه د پاک الله(ج) عبادت دی یا د ورځینو چارو پرمخ وړل دي) په ښه توګه سرته نه شي رسولی، ځکه روغتیا او سلامتیا د هوساینې زیږنده ده. نو په دې توګه اړتیا ده چې هر انسان باید د خپل ځان، خپلې کورنۍ او د خپلې ټولنې د غړو د روغتیا اوسلامتیا په ساتنه او څارنه کې له ځانګړې پاملرنې څخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د تېرو څه باندې څلورنیمو لسیزو جګړو ټول هېوادوال په جسمي او روحي توګه ځورولي او غمجن کړي دي او بې شمېره زړه بوګنوونکې غمیزې او ناخوالې یې هم زغملي دي. نو اوس چې د اسلامي امارت په راتلو د خداي(ج) په فضل هېوادوالو ته د یوې هوسا راتلونکي په لور لاره پرانیستل شوې ده، هر هېوادوال په لومړي قدم کې دې ته لیوال دی چې له هره پلوه د یو ډاډمن امنیت درلودونکی شي ترڅو یې د سولې په ډاډمنه فضأ کې د روحي او جسمي نا آرامیو لمنه ټوله شي او د هېواد ترقي او پرمختګ ته مټې را بډوهي. ددې ترڅنګ دهېواد ټولو ولایتونو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې هېوادوال روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته اړتیا لري، ځکه چې په ډیری سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالي او یا هم لرې واټن ددې لامل کېږي چې، د راز راز ناروغیو له امله زموږ ګڼ شمیر هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي او یا هم د روغتیا له پلوه له بې شمېره ستونزو او روحي ناروغۍ سره لاس او ګریوان شي. خو اوس مهال چې د هېواد په ټولو سیمو کې هوا سړه شوې او لا هم مخ په سړېدو ده، نو له شک پرته چې د کال په دغه ساړه موسم یعنې ژمي کې ډیری ماشـومان د (والګي او زکام)په څېر پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، نو د کورنۍ مشران او نور خپل خپلوان باید په دغه ساړه موسم کې د خپلو ماشومانو روغتیا ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي او له یخ وهلو څخه دې وژغوري، ځکه ماشومان د سړې هوا په مقابل کې زیات مقاومت نه شي کولی. نو په دې توګه ټولو پتمنو هېوادوالو ته اړینه بریښي ترڅو په ناروغیو د اخته کېدو د مخنیوي په موخه لاندې ټکي په بشپړه توګه رعایت کړي:
-خپلو اولادونو ته تودې، ډبلې او پېړې جامې او خولۍ ورواغوندي.
-په سړه هوا کې د ماشومانو او د لوړ عمر لرونکو یعنې بوډاګانو د ګرځېدو راګرځېدو مخنیوی وکړي.
-کله چې په تاوده ځای کې اوسیږي په ناڅاپي ډول دې سړې هوا ته نه راوځي او که چېرې راوځي نو بیا دې له خپلې خولې او پوزې څخه باید یو دستمال راتاو کړي.
-هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید خپل لاسونه او پښې له سړې هوا سره له تماس څخه وساتي ترڅو د سړښت له کبله ټپ پیدا نه کړي.
-خپل او د خپلو ماشومانو لاسونه هره ورځ په صابون او ګرمو اوبو ومینځي.
-د هوا په سړښت سره له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان باید تر بړستنې یا کمپلې لاندې د تودو اوبو د ډکې مشکولې په ایښودلو سره ګرم وساتي.
-خپل لوښي له کارولو دمخه په پوډرو ښه ومینځي.
-په خپل سر درمل ونه خوري، بلکې له ډاکتر څخه دې د خوړلو مشوره وغواړي.
-ترخپلې دوشکې یا فرش لاندې د نم د مخنیوي لپاره پلاستیک اوار کړي.
-د څښاک اوبه په پاک سطل کې وساتي او د سطل سر هم وپوښوي.
-له سکرو څخـه د ګټې اخیستنې پر مهال سکاره له خونې یا خیمې څخه د باندې روښانه کړي ترڅو د هغو دود او لوګی په بشپړه توګه له مینځه لاړشي، وروسته دې خونې ته دننه راوړل شي.
-که چېرې له صندلۍ څخه ګټه اخلي، خپل او د خپلو ماشومانو سر په یوه تکه یا خولۍ پټ کړي او د صندلۍ له بړستنې څخه یې د باندې وساتي.
-د خپل ځان یا د کورنۍ د نورو غړو د ناروغي پرمهال دې نږدې روغتیايي مرکز یا روغتون ته مراجعه وکړي او یا دې له ډاکتر سره د خپلې ناروغي په اړوند مشوره وکړي.
قدرمنو هېوادوالو! پاک الله(ج) دې وکړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سړې هوا په موسم کې پورته غوره او اړین ټکي په بشپړه توګه په پام کي ولرئ، ترڅو ستاسو او ستاسو د کورنۍ د ټولو غړو روغتیا اوسلامتیا خوندي وي او په دې توګه له هوسا او روغ ژوند څخه په اوږدمهال ډول برخمن واوسئ.