الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې له بازارونو څخه یوه اندازه تېر وخته او بې کیفیته توکي راټول شول


د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د اوومې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۵۰۰ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي او ۱۲۸ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
ښاریان باید د اړتیا وړ توکو پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي او اصنافو ته هم په کار ده چې، تېر وخته او بې کیفیته توکي ونه پلوري.