د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو او چاپېریال ساتنې معین د ښار پاکونې اشر ته وینا کې ویأي، کابل ښار له کثافاتو پاکوو.

نن پنجشنبه د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۶مه د کابل ښار پنځمه، شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د تنظیفي اشر په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او ښاري خدماتو معین ډاکټر مهتاب عالمي او د دغو ناحیو خلکو او مشرانو یو ځای ګډون کړی و.

په دې کمپاین کې د ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې معین وویل، د خلکو په همکارۍ هڅه کوو کابل ښار له کثافاتو پاک کړو تر څو ښار د لوړ ښاري فرهنګ درلودونکی او له ککړتیا پاک پاتې شي. 

نوموړي د ښاریانو او ښاروالۍ تر منځ د اړیکو او همغږۍ په پیاوړتیا خوښي وښوده او زیاهت یې کړه اوس له حده زیات نفوسي تراکم، د ښار کنټروله ودې، د شنو ساحو ساتنه، او نورو برخو کې شرایط خورا برابر شوي او دې برخه کې به لازم اقدامات ترسره کېږي.

ښاغلي عالمي زیاته کړه، هره اوونۍ به له دې وروسته لږ تر لږه دریو ناحیو کې د ښار پاکونې اشر کېږي ترڅو یو پاک کابل ولرو.