الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښاري بیا پراختیا پروژې د پلي کولو په موخه د نهمې ناحیې د ۱۲م او ۱۳م ګذر له اوسېدونکو سره وکتل

19 دلو 1404


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د نهمې ناحیې د ۱۲م او ۱۳م ګذر له اوسېدونکو سره په کتنه کې په یاده سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د تطبیق پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
کابل ښاروال وویل چې، دا اداره د ښاري بیا پراختیا او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو په برخه کې ژمنتیا لري او هڅه کوي چې، د ځمکې د استملاک پر ځای له پرمختللو کړنلارو ( د ځمکې بیا پراختیا) او ( ښاري بیا پراختیا) څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې پروژو د تطبیق پر مهال د ښاریانو حقونه خوندي دي او پر بنسټ به یې د اړوند سیمو اوسېدونکي ښاري زېربناوو او غوره ښاري تاسیساتو ته لاس رسی ومومي.
کابل ښاروال څرګنده کړه چې، متوازنې پراختیا او شته امکاناتو ته په کتو د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ګټور پلانونه تر لاس لاندې دي او ټاکل شوې ده په ۱۴۰۵ لمریز کال کې پلې شي. د نوموړي په وینا؛ د دې پلان په پلي کېدو سره به د سړکونو او نورو ښاري برخو کې تر ډېره د ښاریانو ستونزې هوارې شي.
کابل ښاروال وړاندې وویل چې، چمتو دي څو غیر پلاني سیمې د ماسټر پلان برخه وګرځوي او د تخنیکي پلانونو تر برابرولو وروسته پکې پرمختیايي پروژې پلې کړي.
ټاکل شوې ده د نهمې ناحیې په ۱۲م او ۱۳م ګذر کې د ښاري بیا پراختیا یوه پروژه په ۱۱۶ جریبه ځمکه کې چې، ۵۳۰ ملکیتونه را نغاړي پلې شي. د سیمې اوسېدونکو ژمنه کړې ده چې، د دې پروژې د پلي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د یادونې وړ ده چې، د سیمې املاکي پلان چمتو شوی او سروې یې بشپړه شوې ده چې، د وروستی طرحې او پرمختیايي پلان تر منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.