
د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له خوا، له یوه ګدام څخه د څارنې په پایله کې څه باندې ۵۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه ترپیژندلو وروسته ضبط او ګدام یې بند کړ.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه توکي به د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د له منځه وړلو په موخه، ټاکلي ځای ته ولیږدول شي.
د پنځلسمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې تړاو وویل: په دغو توکو کې بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې، د مصرف د نیټې د پای رسېدو او د خراب کیفیت له امله به له منځه یووړل شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، کابل ښاروالۍ په دوامداره توګه د ښار له بازارونو څخه څارنه کوي. دغه راز ښاغلي عثماني له پلورونکو څخه وغوښتل چې، د بې کیفیته توکو له پلورلو په کلکه ډډه وکړي. همدا شان ښاریانو هم په کار ده چې، چې د اړتیا وړ توکو د پیرودلو پر مهال د هغوی نیټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
څه باندې ۵۰ ټنه بې کیفیته توکي تر پېژندلو وروسته ضبط شول


