الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د کابل ښاروال پیغام


د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت چې، د رحمت، مغفرت او د قرآن عظیم شأن د نازلېدو میاشت ده، د نړۍ ټول اسلامي امت، د افغانستان مؤمن او متدین ولس او د کابل درنو اوسېدونکو ته د زړه له تله مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم.
له ټولو ښاریانو هیله کوم چې، په دې مبارکه میاشت کې ټول اسلامي ارزښتونه په ځانګړې توګه ښاري کلتور په پام کې ونیسي، خپل ګاونډیان له یاده ونه باسي، متقابله همکاري وکړي او د چاپېریال پاک ساتلو او نورو ښاري مسئولیتونو په ترسره کولو سره د ښار په آبادۍ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
له سوداګرو او د لومړنیو توکو له پلورونکو څخه هم په درنښت غوښتنه کوم چې، انصاف او تقوا په پام کې ونیسي او له احتکار او د قیمتونو له غیر منطقي لوړولو څخه په کلکه ډډه وکړي، څو ښاریان وکولای شي دا مبارکه میاشت په ارامۍ سره تېره کړي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین به د نرخنامې له پلي کېدو، د خوراکي توکو له کیفیت او نېټې څخه خپلې څارنې جاري وساتي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
همداراز د تنظیف زیارکښه کارکوونکي د ښار د پاکوالي د تأمین لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، له درنو ښاریانو هیله کوو چې، کثافات په لښتیو کې ونه غورځوي او له کثافات دانیو څخه په سمې ګټې اخیستنې د ښار د پاکوالي په برخه کې خپل ملي او اخلاقي مسئولیت اداء کړي.
په پای کې د لوی رب(ج) له دربار څخه ستاسو د عبادتونو او دعاګانو د قبلېدو غوښتونکی یم او هیله لرم چې، ټول ښاریان په دې مبارکه میاشت کې آرام او هوسا ژوند ولري.
په درنښت
کابل ښاروال
مولوي عبدالرشید