
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت او د کابل د استخباراتو ریاست له خوا د ښار له بازارونو څخه راټول شوي نږدې ۱۰۰ ټنه تېر وخته او بې کیفیته توکي د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه د باندې د ګزک په سیمه کې له منځه یوړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي نجیب الله زاهد په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ، شامپو، صابون، د مینځلو مواد او څښاک توکي شامل دي.
نوموړي زیاته کړه: د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ مسئولین له اړوند ادارو سره په همغږۍ د ښار په کچه له بازارونو څارنه کوي او غوښتنه کېږي چې، پلورنکي دې د توکو نیټې او کیفیت ته پام وکړي.
همدا راز له ښاریانو هم غوښتنه کېږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.
د یادونې وړ ده چې، په له منځه وړل شویو توکو کې یو شمېر لوډسپیکرونه چې، له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه راټول شوي وو هم شامل وو.
نږدې ۱۰۰ ټنه تېر وخته او بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول


