الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریالي روغتیا ساتنې له اړخه د کلچه پخونکو له فعالیتونو څارنه وشوه


د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د روغتیايي معیارونو د پلي کولو په موخه د کلچه پخوونکو له استازو سره ناسته ترسره شوه.
د چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد وویل چې، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کابل ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو د پلي کېدو له څرنګوالي څارنې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې، کلچې او کیک باید له روغتیايي معیارونو سره سم په ښه کیفیت چمتو کړل شي.
همدا راز د کیک او کلچو له یو شمېر کارخونو څخه د لیدنې پرمهال ټینګار وشو چې، د کلچه پخونکو د استازو په مرسته باید د کلچو او کیک نرخونه او د چاپېریالي روغتیا ساتنې برخه وڅارل شي او له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي څو، ښاریان وکولای شي د اړتیا وړ کچې په ښه کیفیت او مناسبت قیمت ترلاسه کړي.
ورته مهال د کلچه پخوونکو استازو ژمنه وکړه چې، له نرخنامې سره سم به په ښه کیفیت او مناسبت قیمت ښاریانو ته کیک او کلچې وړاندې کړي.