
“عزیزي”
د رمضان میاشتې روژه د اسلام درېیم رکن دی چې، په قرآن کریم کې یې نه یوازې پر نیولو امر شوی، بلکې د هغې آداب او احکام هم بیان شوي او پر عظمت او اهمیت یې هم ټینګار شوی دی. رمضان په اصل کې له (رمضا) څخه اخیستل شوې کلیمه ده چې، د تودوخې د شدت او سوځولو معنی ورکوي.
رسول الله(ص) فرمايي: ژباړه: ((د رمضان میاشت ځکه په دې نامه نومول شوې ده چې، ګناهونه سوځوي)). رمضان د قمري کال د یوې میاشتې نوم دی، چې په قرآنکریم کې هم ورته اشاره شوې ده او یوه له هغه میاشتو څخه ده چې، جګړه پکې ناروا ده، خو یوازې د دفاع په حالت کې بیا روا ګڼل شوې ده.
په دې میاشت کې قرآن عظیم الشان، انجیل، تورات، زبور او نورې صحیفې هم نازلې شوې دي.
په یوه حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
ژباړه: ((د رجب میاشت د خدای میاشت ده، شعبان میاشت زما میاشت ده او د رمضان میاشت زما د امت میاشت ده، څوک چې په دې میاشت کې ټوله روژه ونیسي، خدای(ج) به د هغه ټول ګناهونه وبښي، د هغه د پاتې ژوند ضمانت به وکړي او د قیامت د ورځې له تندې څخه به یې وژغوري)). دا میاشت د مسلمانانو په منځ کې ځانګړی درناوی، اهمیت او حیثیت لري، د معنوي اخلاقو میاشت ده او مؤمنان هر کال د رجب او شعبان د میاشتو په تېرولو سره دې میاشتې ته ځانونه چمتو کوي. د رمضان په را رسیدو سره اړمنو ته خواړه او روژه ماتی ورکوي، شپه او ورځ عبادت کوي، د قرآن تلاوت کوي، دعاګانې کوي، استغفار وايي، صدقه ورکوي، روژه نیسي او په دې توګه خپل روح ته ښه احساس ورکوي.
د روژې مبارکه میاشت، د قمري کال په میاشتو کې د قرآن کریم د نازلېدو او د هغه د ځانګړتیاوو له امله تر ټولو ارزښتناکه میاشت ګڼل کېږي. په قرآن کریم کې راغلي دي: ((رمضان هغه میاشت ده چې، قرآن په هغه کې د انسانانو د لارښوونې لپاره نازل شوی دی)). (البقره-۱۸۵)
رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې د میاشتې په اړه فرمایلي دي:
ژباړه: (( ای خلکو! تاسو ته د خداى مياشت له رحمت او مغفرت سره راغله، هغه مياشت چې، د خداى په وړاندې له ټولو مياشتو غوره ده او ورځې يې پر ټولو ورځو او شپې يې پر ټولو شپو او ساعتونه یې تر ټولو ساعتونو غوره دي، دا هغه میاشت ده چې، تاسو په کې د الله(ج) له خوا بلنه شوي یاست، ستاسو روح په هغه کې تسبیح وايي او ستاسو خوب په هغه کې عبادت دی، ستاسو دعاګانې په هغه کې قبلیږي. تر ټولو ښه ساعتونه هغه دي چې، الله تعالی په خپلو بنده ګانو رحم وکړي)).
په یو بل حدیث شریف کې چې ابن ماجه او ترمذي روایت کړی دی، رسول الله(ص) فرمايلي دي:
ژباړه: (( کله چې د رمضان لومړۍ شپه راځي نو شیطان او سرکښه پېریان تړل کیږي او د دوزخ ټولې دروازې بندې شي، یوه دروازه یې هم خلاصه نه پاتې کیږي، د جنت ټولې دروازې پرانیستل کیږي او یوه یې هم تړلې پاتې نه وي او د الله تعالی(ج) منادي آواز کوي چې، اې د خیر غوښتونکیه، بیړه وکړه! او اې د شر غوښتونکیه ودریږه! او دا آواز د رمضان په هره شپه کې تکراریږي)).
حضرت سلمان فارسي(رض) له رسول الله(ص) څخه روایت کوي چې، هغه د شعبان په وروستۍ ورځ، له رمضان څخه یوه ورځ وړاندې، د رمضان او روژې د فضیلت په اړه خطبه وړاندې کړه او ویې فرمایل: ای خلکو! پرتاسې باندې یوې سترې او له برکت څخه ډکې میاشتې سیوری کړی دی، په هغې کې یوه شپه ده چې، له زرو میاشتو څخه غوره ده، الله تعالی د دې میاشتې د ورځې روژه پر تاسې فرض کړې ده او د شپې لمونځ ېې نفل ګرځولی دی، څوک چې په دې میاشت کې الله تعالی ته د نږدې کېدو لپاره نفل عبادت وکړي نو الله(ج) د نورو میاشتو د فرضونو په شان ثواب ورکوي او څوک چې پکې یو فرض ادا کړي نو الله تعالی(ج) ورته د نورو میاشتو د ۷۰ فرضونو اجر ورکوي.
روژه د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت دی، دا د خواخوږۍ میاشت ده، هغه میاشت چې، د مومن روزي پکې زیاتیږی، څوک چې په دې میاشت کې روژه تي ته روژه ماتی ورکړي نو ګناهونه یې بخښل کیږي او د دوزخ له اور څخه خلاصون مومي او د روژتي په اندازه اجر ورکول کیږي، پرته له دې چې د روژتي په ثواب کې کمښت راشي.
وویل شول، یا رسول الله! زموږ هر یو د دې توان نلري چې روژه تیانو ته روژه ماتی ورکړي، نو څرنګه به له دغه ثواب څخه برخمن شو؟
رسول الله(ص) وفرمایل: که چېرې روژه تي ته یوازې اوبه او خرما هم ورکړی نو دا ثواب تر لاسه کولای شئ.
هغه وړاندې وفرمایل: هر څوک چې روژه تي موړ کړي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ زما له حوض څخه داسې موړ کړي چې، جنت ته تر ننوتلو پورې به هیڅ تږی نشي.
روژه هغه میاشت ده چې، لومړۍ برخه یې رحمت، منځنۍ یې مغفرت او وروستۍ برخه یې د دوزخ له اور څخه د خلاصون برخه ده.
څوک چې په دې میاشت کې له خپل خادم او کارګر سره مرسته وکړي نو الله تعالی به یې وبښي او له جهنم څخه به یې وژغوري. (بیهقي).
انسان د مادي او جسمي اړخونو تر څنګ، معنوي اړخ هم لري او هريو يې خپلې مطلوبې موخې ته د رسېدو لپاره ځانګړو برنامو ته اړتيا لري. د معنوي اړخ د پياوړتيا او ودې لپاره يوه له هغو برنامو څخه تقوا او پرهيزګاري ده، يعنې که انسان وغواړي چې په معنوي توګه وده او پرمختګ وکړي او مطلوب پاکوالي او کمال ته ورسيږي، بايد خپلې نفساني غوښتنې کنټرول کړي او د ودې په لاره کې یې خنډونه له منځه یوسي او په جسمي خوندونو او شهوتونو کې ځان مصروف نه کړي.
په دې برخه کې یو له خورا ګټورو اعمالو څخه روژه ده.
الله(ج) دې موضوع ته د البقره سورت په ۱۸۳م آیت کې اشاره کړې ده او فرمايي: ژباړه: ((اې مؤمنانو! پر تاسو روژه فرض شوې ده، لكه څنګه چې له تاسو څخه په مخكنيو كسانو فرض شوې وه، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګار شئ.)).
نن ورځ په طبي علومو کې ثابته شوې چې، روژه د ذهن په آرامتیا، د بدن په روغتیا، د مغز د غوړو له منځه وړلو، د وینې د فشار په تنظیمولو او د وینې د شکر په تنظیم کې غوره رول لوبوي .
د دې ترڅنګ د روژې یوه بله ګټه دا ده چې، روژه لرونکی د لوږې او تندې په وخت کې د اړمنو له حال څخه خبریږي او دا احساس ورسره پیدا کیږي څو د خپل توان په کچه له هغوی سره مرسته وکړي.
د روژې حقیقي موخه هغه وخت تر لاسه کېدلای شي چې، روژه په پوره احساس او شعور سره ونیول شي او له ټولو هغو مکروهاتو څخه ځان وساتل شي کوم چې روژه بې روحه کوي.
حقیقي روژه هماغه ده چې بنده پکې خپل جسم، روح، زړه او حـواس د الله تعـالی(ج) لـه نافرمانۍ څخه وساتي او د نفس هره ناروا غوښتنه تر پښو لاندې کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
ژباړه: کله چې روژه نیسئ نو اړینه ده چې، خپل غوږونه، ژبه، لاس او د بدن نور ټول غړي الله تعالی ته د ناخوښو اعمالو له ترسره کولو څخه وساتې.(کشف المحجوب).
بل ځای فرمايي: څوک چې د روژې له نیولو سره پر دروغ ویلو او دروغو باندې عمل کولو څخه منع نشو، نو الله تعالی د هغه روژه نیولو ته هیڅ اړتیا نلري.
که چیرې په همدې ډول پوره روژې ونیول شي، نو انشاءالله هغه ټولې ګټې لاسته راتلای شي کوم چې، پورته یې یادونه وشوه او په دغه ډول روژې نیولوسره په انسان کې د ملایکو صفتونه پیدا کیږي.
الله(ج) دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د روژې په حقیقت او اهمیت ځانونه پوه کړو، تقوا او پرهیزګارۍ ته پام وکړو، د اړمنو له حال څخه ځان خبر کړو او په پوره معنا د دې ګټورې میاشتې له فضایلو او ارزښتونو برخمن شو.
روژه؛ د انسان او خالق ترمنځ د یو معنوي تړون او د ګناهونو د بخښنې زرین فرصت


